1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي اويا تنه طالب جنګيالي وژل سوي دي

۱۳۸۷ مهر ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان د هلمند چارواکو رويټرخبری اژانس ته ويلی، ‎چی د سی شنبی په ورځ د دغه ولايت د ګرمسيرولسوالې د بارامچی په سيمه کی اويا تنه طالب جنګيالی ووژل سول.

https://p.dw.com/p/FaBE
په هلمند کې بهرني عسکر د طالبانو سره د جګړې په حال کي
په هلمند کې بهرني عسکر د طالبانو سره د جګړې په حال کيانځور: picture-alliance/ dpa

د هلمند ولايت د والي وياند داود احمدي وايي چي د ايتلافي ځواکونو لخوا دغه بمباري د افغانستان په جنوب کي د پاکستان سره په اوږده سرحد باندي ترسره سويده، دغه سيمه د افغانستان د پلازميني کابل څخه جنوب لويدځ خواته په شاوخوا اته سوه کيلو متره واټن موقيعت لري. بايد وويل سي چي په افغانستان کي د ناټو ميشتو ځواکونوتراوسه ددي بمبار به اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز دهلمند ولايت دوالي وياند داود احمدي مطبوعاتو ته وويل چي دسه شنبي په شپه يوځل بيا وسلوالو طالبانو دهلمند دمرکزلښکرګاه ښار شمال لويديځ خواته دنادعلي پرولسوالي باندي بريد وکړ چي په پايله کي يي دوه ويشت تنه بريد کوونکي او شپږ تنه پوليس وژل سويدي.له بلي خوا دهلمند دپوليسو مشر اسدالله شيرزاد هم دا پيښه تايد کړي خو هغه بيا داتلسو طالبانو وژنه تايد کړي خو د پوليسو په اړه يي څه نه دي ويلي.

د يادوني وړ ده په تيره يوه اونۍ کي دا دوهم ځل دي چي د هلمند پرمرکز لښکرګاه ښار باندي وسلوال طالبان بريد ترسره کوي ، که څه هم دافغانستان امنيتي چارواکي دسيمي د بشپړ کنټرول دعوا کوي، خوسيميز خلک روانو نښتو او وروستيو مخامخ جګړو ډير پريشانه کړيدي.

دهلمند څخه وروستي راپورونه وايي نادعلي ولسوالۍ چي د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته ډيره نژدي پرته سيمه ده دا مهال دخلکو څخه خالي سويده او ډيري خلک ددي لپاره چي خوندي ځايونو ته تللي وي خپلي کډي دلښکرګاه ښار ته رسوي.

په تيره يوه اونۍ کی دا دوهم ځل دی چی پر لښکرګاه وسلوال طالبان بريد کوی
په تيره يوه اونۍ کی دا دوهم ځل دی چی پر لښکرګاه وسلوال طالبان بريد کویانځور: picture-alliance/dpa

همدارنګه دغزني ولايت امنيتي مسولين وايي، چي د سه شنبي په ورځ افغان او ايتلافي ځواکونو د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کي ګډ پوځي عمليات ترسره کړي، چي په نتيجه کي يي څلور تنه طالب جنګيالي وژل سويدي.

دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال نوروز ويلي دي په دغوعملياتو کي افغان او ايتلافي ځواکونو ته دسرزيان نه دي رسيدلي .بلخوا د کابل لويديځ خواته په شاوخوا پنځوس کيلومتري کي د لوګرولايت بره کي ولسوالۍ ته نژدي د پوليسو پريوه موټر باندي د سړک د غاړي ماين چاوديدلي، چي په نتيجه کي يي دري پوليس وژل سوي او پنځه نور ټپيان سويدي.

ملګرو ملتونو په خپل يوه راپور کي ليکلي چي د روان عيسوي کال په لمړيو اوو مياشتو کي شاوخوا دري زره اته سوه تنه وژل سوي، چي له هغې جملي څخه يي دريمه برخه ملکي وګړي پيژندل سويدي.