1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي تړل سوي ښوونځي بيرته پرانستل سوي

۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبه

د هلمند ولايت د ښووني او روزني رياست مسوولين وايي ، پر مرکز سربيره په بيلابيلو ولسواليو کي يې د ۲۸ بابه ښوونځيو دروازې بيرته پرانيستي دي.

https://p.dw.com/p/Qtoj
په ټول هلمند کي اوس مهال ۱۲۲ښوونځي فعال دي
په ټول هلمند کي اوس مهال ۱۲۲ښوونځي فعال ديانځور: ERÖS

ددغه رياست مرستيال محمد ولي سرحدي وايي د لښكرګاه په شمول يې په شپږو نورو ولسواليو كي دغه ښوونځي پرانستي دي.

هغه وايي په هلمند كي د ټولو منظور سوو ښوونځيو شميره ۳۲۳ده مګر له دې شمير څخه يوازي ۱۲۲ يي پرانستي دي.

چارواکي وايي چي د امنيتي پراختيا سره جوخت دوی هم توانيدلي دي چي ۲۸تړل سوي ښوونځي په روان تعليمي كال كي پرانيزي.

په پرانستل سوو ښوونځيوكي ۴ يې په ناوې، ۹ په ګرمسير، ۷ په مارجه، ۲ په مركز لښكرګاه، ۲ په نادعلي او پاته نور ۴ په موسي كلا ولسواليو کي پرانستل سوي دي.

هغه سيمي چي په بشپړه توگه د وسله والو طالبانو په لاس کي دي، لکه واشير، كجكي، ديشو او باغران هلته ښوونځي تړلي دي او د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي.

د ناوې ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي عتيق الله خان وايي چي، په ناوه ولسوالۍ كي په دې وروستي كي ښونځۍ فعاله سوي دي خو كيفيت يې سم ندى، ښونكي پر وخت ښوونځيو ته نه ځي او د كتاب او كتابچي ستونزي يي هم زياتي دي.

هغه وويل شل شپې وړاندي ددې ولسوالۍ د عينك د سيمي يو تن ښونكی د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل سوو.

په هلمند كي كه څه هم د امنيت ترڅنګ د يو شمير كورنيو ستونزو له امله ډير نجونو ته د زده كړي زمينه نه ده برابره. خو د ښووني اوروزني د رياست مرستيال محمد ولي وايي اوس اوس نږدي ۲۳زره نجوني ښوونځيو ته ځي او زده كړه كوي.

په هلمند كي په داسي حال كي د۱۲۲بابه ښوونځيو د پرانستلو خبره کيږي چي ددې رياست پخواني ريس رسينو ته ويلي ول چي په هلمند كي ۱۴۰ښوونځي پرانستل سوي او نږدي۱۶۰زره زده كوونكي پكښي زده كړي كوي.

په هلمند كي تازه پرانستل سوي ښوونځي د ښووني اوروزني د بهير د پراخيدو زيرى وركوي خو په دې برخه كي د هيواد د ښووني اوروزني وزارت پاملرني ته اړتيا لري.

مجتبي محمدي/ هلمند

کتونکی: نجيب الله زيارمل