1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي دوو چاودنو ۹ ملکي کسان وژلي دي

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د هيلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کي پر يو موټر باندي د ماين چاودني له امله اته تنه ملکي وگړي وژل سوي دي. د ماين چاودني په يوه بله پيښه کي يو تن وژل سوي دئ او يو بل هم ټپي سوی دئ.

https://p.dw.com/p/14KPc
انځور: DW

د هيلمند ولايت وياند داود احمدي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي دغه پيښه د مارجې ولسوالۍ په ريگي څلور لاري که هغه مهال را منځ ته سوه چي د ملکي کسانو يو موټر پريوه ښخ سوي ماين باندي وخوت.

احمدي زياته کړه چي په موټر کي ټول سپاره کسان ملکيان ول او ټول وژل سوي دي.

ځايي چارواکي وايي چي دغه موټر د مارجې له بازار څخه د ولسوالۍ نورو برخو ته خلک رسول چي پرلار باندي پر ماين برابر سو او ټول سواري پکښي وژل سوي دي.

د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته د تليفون پر ليکه وويل:«چاودنه ډيره زوره وره وه او موټر ټوټې توټې سوی دئ. په موټر کي وژل سوي کسان د پيژندلو نه دي.»

ويل کيږي چي په وژل سوو کسانو کي درې تنه د يوې کورنۍ غړي دي.

د هيلمند ولايت مقام د رسنيو دفتر په يوه خپره کړې خبر پاڼه کي د پيښه پړه د هيواد پر دښمنانو اچولې او ويلي ئې دي چي دا کار د وسله والو طالبانو دئ.

د هيلمند ولايت د گډو ځواکونو د همږغۍ د مرکز مرستيال محمد اسماعيل هوتک ويلي دي چي نن سهار د ماين چاودني په يوه بله پيښه کي هم يو تن ملکي سړی مړ او يو بل ټپي سوی دئ.

هغه ويلي دي چي په مارجې وسلوالۍ کي يو بارداره موټر پر ماين ختلی، يو تن پکښي وژل سوی دئ او بل پکښي ټپي سوی دئ.

د هيلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې خبر پاڼه کي راغلي دي چي د هغه ولايت والي محمد گلاب منگل د ښوراو په پوځي اډه کي د امريکا ددفاع له وزير ليون پنيتا سره وکتل.

په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د هيلمند والي په هغه ولايت کي د امريکا له مرستو مننه کړې او د مخدره موادو پر ضد مبارزه کي ئې د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.

له هيلمند ولايت سره د مخدره موادو پرضد مبارزې له پاره مخکي هم ۴۵ ميليونه امریکايي ډالره مرسته سوې وه.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش