1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د فوټبال سيالۍ پای ته ورسيدې

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د يوې مياشتي راهيسي د هلمند په مرکز لښکرگاه کي د هغه ولايت د( ب) لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ رواني وې. سيالۍ د نشه يي توکو د مخنيوي تر نامه لاندي په کرزی لوبغالي کي پيل سوي وې.

https://p.dw.com/p/11ohe
په لښکرگاه کي د کرزي په نامه لوبغالی
په لښکرگاه کي د کرزي په نامه لوبغالیانځور: DW

د هلمند ورزشي امرعصمت الله مسلم وايي يو ټورنمينټ چي د(ب)۱۶ لوبډلو پكي برخه درلودل د نشه يي توكو د مخنيو په موخه يوه مياشت وړاندي پيل سوى و تيره ورځ پاى ته ورسيد.

د هغه په خبره د تورنمينت وړونکې افغان لوبډ سوه. مسلم وايي بل ټورنمينټ هم مياشت وړاند د ليگ برتر په نامه پيل سوى وو چي، د چنګاښ پر ۹مه پاى ته ورسيد.

Fußballmannschaft der Provinz Helmand in Afghanistan
انځور: DW

د لوبو امر وايي د فوټبال په دغه ټورنمينټ كي هم د(ب)۲۰ لوبډلو ونډه درلودل چي د افغان لوبډلي په لومړي توب او د ياران لوبډلي په دوهم مقام تر لاسه كولو پاى ته ورسيدی.

دی وايي ددغه دواړو ټورتمينټونو مياشتنۍ لوبي د لښكر ګاه په كرزي لوبغالي كي تر سره سوې.

د هلمند دلوبو امر وايي لوبغاړي يې ډير تكړه او كولای سي د ټول هيواد په كچه لوبي ترسره كړي.

Fußballmannschaft der Provinz Helmand in Afghanistan
انځور: DW

د افغان او ياران لوبډلو غړي وايي ددوى ټولي لوبي دوستانه او شل ورځي وړاندي پيل سوي وې چي نن پاى ته ورسيدې.

دوی د پوره امكاناتو دغوښتنو ترڅنګ وايي له نشه يي توكو نه د ځوانانو دراګرځيدو يوازنۍ لاره لوبو ته د هغوی هڅونه ده.

كه څه هم په لښكرګاه كي دغه لوبي تر سره كيږي خو د ځينو ولسواليو ځوانان په خپله سيمه كي د لوبغالوغوښتنه كوي.

Fußballmannschaft der Provinz Helmand in Afghanistan
انځور: DW

دوی وايي كه چيري، په هلمندولايت كي د لوبو كولو پراخ ميدانونه ولری ډيری ځوانان به د ډيرو ناوړه کارونو څخه را وگرځي.

د هلمند د لوبو مسولين وايي كه څه هم د لوبو له پاره يوه اندازه ځايونه لري خو څومره چي ښايي په هغه اندازه امكانات ددوى امريت ته ندي وركول سوي چي به اسانۍ سره تري ګټه واخلي.

مجتبې محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل