1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د نهال شانۍ لړۍ پيل سوه

۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبه

د هغه ولايت ځايي چارواکي وايي چي ددې زينتي ونو د کښېنولو لړۍ به پر مرکز سر بيره ولسواليو ته هم ورسيږي.

https://p.dw.com/p/QvWk
په هلمند کي نهال شاني
په هلمند کي نهال شانيانځور: DW

د هلمند ولايت د كرهني ريس انجنرعبدالله احمدزى په ښاركي د نيالګيو ايښودلو پرمهال خبريالانو ته وويل د كرهڼي رياست په خپلو جوړو سوي قوريو كي يو لك۱۱۴زره مثمراوغير مثمر نيالګي لري چي په مركز لښكرګا ښاركي يي د ايښودلو او ويشلو لړۍ پيل سوه او د مختلفو رياستونو په مرسته به د لښكرګاه ترڅنګ بيلابيلو ولسواليو ته دا لړۍ ورسوي.

د هغه په خبره له بله پلوه ددې ولايت كرونده ګرهم دوه لكه۲۸۰ زره اصلاح سوي ميوه لرونكي نيالګي لري.

نوموړي وويل د هلمند د كرهڼې رياست چمتودى چي زرگونه نيالگي د هلمند له گاونډيو ولايتونو سره مرسته وكړي. هغه ادارو او موسسو ته اجازه نه وركوي چي له نورو ولايتونو څخه نيالگي راوړي او په هلمند كي گټه څني واخلي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم په ښاركي د نيالګيو د كيښودلو په لړ كي برخه اخيستې وه او د همدې مراسمو پرمهال يې له ټولو خلكوڅخه وغوښتل چي ددې نيالگيو په روزنه او پالنه كي ډيره هڅه وكړي.

والي وويل چي، سږ كال ټولو مسولينو او د سيمي اوسيدونكو ته خبر وركوي چي د نوي ايښودل سوو نيالګيو ساتنه وكړي او له سرغړونكو سره به يې قانوني چلند وكړي

بل خواته په هلمند كي د كرهڼي د پوهنځي ددريم كال محصيل عبدالباري وايي چي په دي ولايت كي هركال دا ډول نيالګي كـښينول كيږي خو د دوبي په موسم كي ياخو د اوبو له نشتون څخه وچ سي او ياهم د كرهڼي رياست له بې پروايې څخه كاږواږه سي.

دی وايي كه چيري دا نيالګي په ښه ډول وروزل سي له يوې خوا به سيمه ښكلي اوله بلي خوابه د ښار پر هوا بدلون راسي.

دا څوهم ځل دی چي د كرهڼي د رياست له لوري د نيالګيو ايښوني پروسه پيل كيږي خو كښينول سوي نيالګي په ښاركي د چټلو اوبو او ياهم په خپل وخت دنه اوبولو له امله وچيږي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل