1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د کوکنارو اړولو کمپاين پيل سو

۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبه

ددغه كمپاين د پيل سره سم به د هلمند ولايت په ټولو ولسواليوكښي د پنځوس زره جريبه كروندو څخه درې زره جريبه واړول سي.

https://p.dw.com/p/R6pM
په هلمند کښي پر پينځوس زره جريبه مځکه کوکنار کرل سوي
په هلمند کښي پر پينځوس زره جريبه مځکه کوکنار کرل سويانځور: AP

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي د نورو كلنو په توپير به سږ كال هغه كروند ګرهم و نيول سي چي كوكنار يې كرلي دي. نوموړي وويل چي دا بزګربه ځکه د قانون منګولوته وسپارل سي چي دوي هم اصلاح سوي تخمونه اخستي وي او هم يي كوكنار كرلي دي.

ده د كوكنارو د كروندو د اړولو پرمهال رسنيوته وويل چي ټولي هغه سيمي به له ترياكو څخه پاكي كړي چې هلته د پوليسو تګ او راتګ امکان ولري.

ګلاب منګل زياته کړه چي، تيركال يې د كوكنارو په بدل كي ۴۸زره كرونګرو ته كيمياوي سرې او اصلاح سوي تخمونه وركړي دي، چي په دې سره د كوكنارو په كښت كي ٥۰ سلنه كمښت راغلى دى.

د هلمند والي په سركار سيمه كي دغه خبري خبريالانوته په داسي حال كي وكړې چي يو شمير كرونده ګرو غوښتنه كول، كه چيري سږ كال ددوی كرل سوي كوكنار حکومت وانه ړوي نو دوی ژمنه كوي چي راتلونكی كال به يي ونه كري.

د يوې سروې له مخه په هلمند كي سږ كال هم سره له دي چي ۴۸۰۰۰ كرونده ګرو ته اصلاح سوي تخمونه او كمياوي سري د كوكنارو د نه كرولو په بدل كي وركول سوي دي بياهم بزګرانو په خپلو کروندوکي کوکنارکرلي دي.

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي چې د كوكنارو اړولو په كامپاين كي شااو خوا ۱۰۰۰تنه پوليس د امنيت په ساتنه پوخت دي او د اړتيا پرمهال به يې ملي اردو او بهرني ځواكونه هم ملاتړ كوي.

امنيه قوماندان وويل چي په تيرو دو كلونوكي د كوكنارو د كمپاين پرمهال ۲۳ پوليس وژل سوي او۴۵ تنه نور ټپيان سوي ول.

په هلمند کي چارواکي خبرورکوي چي په راتلونکو دو کلونو کي به د کوکنارو د نه کرلوکچه صفرته راکښته سي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل