1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي پلان سوي قتلونه ډير سوي دي

۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبه

په تيره يوه مياشت کي د هلمند په مرکز لښکرګاه کي لس حکومتي مامورين په مرموز ډول وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/OymF
تر کندهار وروسته اوس په هلمند کي هم په پلان سوو بريدونو لاس پوري سوی دی
تر کندهار وروسته اوس په هلمند کي هم په پلان سوو بريدونو لاس پوري سوی دیانځور: DW

هلمند د نړۍ هغه برخه ده چي پکي ډيرمخدره مواد توليديږي او اوسيدونکي يې پر قاچاقوړونکو سربيره د بيلا بيلو مافيايي ډلو له شتون څخه خبر ورکوي.

افغان او ايتلافي عسکرو په تيرو څو مياشتو کي د موسي کلا ولسوالۍ او يو شمير نورو هغو سيمو د بيرته لاندي کولو لپاره پراخ عمليات تر سره کړل، چي د طالبانو تر ولکي لاندي وې. خو اوس خلک دغو سيمو ته د طالبانو د يواربيا ور تګ څخه په ويره کي دي.

سازمان سوي قتلونه يوه بله مسله ده چی په دي ورستيو کي يي په مرکز لښکرګاه کي د ويري فضا غوړولې ده.

په لښکرګاه کي د اي ار ډي موسسي يوه تن کارکونکي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط د المان ږغ راډيو ته وويل چي په تيره يوه مياشت کي امنيتي حالت ډير خراب سوی حتي د پوليسو د جنايي څانګي مامورين هم تښتول سوي دي.

«تيره ورځ يو تن د ښار په زړه کي د ناپيژاندو ټوپک والو له لوري په ډزو سره ووژل شو، پوليس له پيښي خبر شول خو هيڅ يي هم و نه کړل، دا ښيي چي پوليس په خپلو دندو کي پاتي راغلي دي».

د سياسي چارو کارپوهان وايي چي د يو شمير ولسواليو د امنيت لپاره د حکومتي او ناټو سرتيرو ډيري پاملرني د طالبانو پام مرکز لښکرګاه ته را اړولی دی.

هغوﺉ وايي چي طالبان غواړي د لښرګاه ښار نا امنه وښيي نو ځکه د حکومتي چارواکو په ترورولولاس پوري کوي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي دوچه ويلي راډيو ته وويل چي مخالفين په ورستيوعملياتو کي مات سوي نو ځکه اوس هغوﺉ په بزدلانه بريدونه لاس پوري کوي.

دمګړۍ د هلمند امنيتي چارواکي مني چي د واشير، ديشو، خانشين او موسي کلا ولسوالۍ يو شمير سيمي د طالبانو تر ولکي لاندي دي.

خو احمدي هلته امنيتي حالت د قناعت وړ بولي او ډاډمن دی چي حالات د نورو يو شمير ولايتونو د حلاتو خلاف مخ په ښه کيدو دي.

دوې اونۍ دمخه افغان او ايتلافي ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه ته څيرمه له يوي سيمي چي نوم يي ندي اخيستل سوی د طالبانو د يوه زندان د نيولو خبر ورکړ.

په دغه زندان کي شاوخوا شل تنه حکومتي مامورين، د بهرنيو موسسو کا رکونکي او د بياودانولو انجينيران شامل ول.

د اي ار ډي موسسي دوه تنه کارکونکي هم له دغه زندان څخه آزاد سول.

اي ار ډي موسسه د امريکا د نړيوالي پراختيايي اداري يوه برخه ده چي د سړکونو د جوړلو په برخه کي کار کوي.

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي تيره اونۍ د بياودانولو د يوه شرکت پر کارکونکو د يوه لوي بريد خبر ورکړل سو.

په دغه بريد کي د دغه شرکت شاوخوا پنځوس تنه ساتونکي او کارکونکي مړه او ژوبل سول.

د هلمند والي ګلاب منګل د دغه بريد څخه وروسته په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي دغه لويه حمله د شاوخوا دوه زره طآلبانو له لوري تر سره سوي وه او دا بريد په پاکستان کي طرحه سوی وو.

په هلمند ولايت کي د سياسي چارو يو شنونکي سيديونس موسوي وايي:«په مرکز لښکرګاه کي ترورونه او نا امني په ولسواليو کي د طالبانو پر ضد د ګډو ځواکونو د عملياتو په غبرګون کي تر سره کيږي».

د هلمند د ملي امنيت اداري ريس ډګروال نظرعلي واحدي هلته د شخصي امنيتي کمپنيو شتون د ترورونو او نا امنيو اصلي لامل بولي.

هغه آلمان ږغ ته په يوه ټليفوني مرکه کي وويل:«دغه خصوصي شرکتونه په ښار کي د ناقانونه وسلو د زياتيدو لامل سوي او وسلې د ډيرو خلکو لاس ته لويدلي او ددغو شرکتونو کسان له دغو وسلو څخه په خپلو کورنيو لانجوا و تربګنيو کي کار اخلي».

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل