1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي ځينو وسله والو ډلو د جنگ څخه لاس اخستی

۱۳۸۹ آذر ۱۰, چهارشنبه

د هلمند والي وايي چي د سولي د عالي شورا د جوړيدو وروسته په دي ولايت كي لسګونو وسلوالو ګروپونو خپلي وسلي پرمځكه ايښي او له دولت سره د مخاليفت څخه لاس اخستى دى.

https://p.dw.com/p/QMWc
د لښکرګاه ښار د يو واټ انځور
د لښکرګاه ښار د يو واټ انځورانځور: DW

گلاب منگل په لښکرگاه کي خبريالانو ته ويلي دي چي د مركزي د ولت د سولي د هلو ځلوسره يې جوخت په هلمند كي هم د وسلوالو طالبانو سره خبري پيل كړي دي.

هغه ونه ويل چي د كوم امتياز له مخه لسګونو وسلوالو ډلو د مخاليفيت څخه لاس اخستى دى خو زياته كړې يې ده چي اوس هم په يو ډول نه يو ډول د مخاليفينو سره په خبرو بوخت دى او هيله لري چي يوې نتيجي ته به سره ورسيږي.

والي په ډاګه نه كړه چي دغه خبري په كومه سطحه او د هلمند په كومه سيمه كي رواني دي .خو دا په داسي حال كي ده چي د هيواد د سرحدونو او قومونو چارو د وزارت مرستيال محمد يعقوب احمدزى هلمند ولايت ته ورغلی.

ده ويلي هلمند ته يي د راتګ هدف د مركزي دولت د سولي د پيغام رسول دي. هغه ويلي دي چي دولت د سولي د ټنګښت او وسلوالو مخاليفينو سره د خبرو لاره برابره كړې ده.

نوموړي له قومونو او مشرانو نه غوښتنه وكړه چي په سيمه كي د سيمه يزو طالبانو سره خبري وكړي.

خو د هلمند قومي مشران وايي دولت دي د طالبانو سره د خبرو شرايط اماده كړي،ځاى دي ورته په نښۀ كړي او د هغوی د سر د ساتني ضمانت دي وركړي.

دا خبري په داسي حال كي دوري هيسته كيږي چي وسلوالو طالبانو لا د مخه د سولي د عالي شورا د جوړيدو سره د خبرو هر ډول وړانديز رد كړى دى.

كار پوهان وايي ددې لپاره چي په هلمند كي د وسلوالو مخاليفينو ليكو ته نور كسان ورننه نه وزي دولت ته په كار ده چي د ځوانانو لپاره د كار زمينه برابره كړي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل