1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په هلمند کې د يوه شکمن آلماني طالب نیول کیدل

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

د افغان چارواکو په وینا امنیتي ځواکو په هلمند کې یو شکمن آلمانی طالب جنګیالی نیولی دی. خو د دغه شکمن کس په هکله نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي. تر اوسه پوري لا آلماني ادارو هم په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/2tTEu
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دولت وزیري، له قوله لیکلی دي چې د سه شنبې په شپه د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو څلور غړي نیول شوي دي چې درې یې افغانان او یو آلمانی دی. خو هغه د دغه طالب د نوم په هکله معلومات نه درلودل. زیاته شوې ده چې دا هم معلومه نه ده چې دغه کس څرنګه له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

تر اوسه پوري لا نه په ګریشک کې افغان چارواکو او نه هم په کابل کې د آلمان سفارت مسئولانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو په لیکو کې بهرني جنګیالي شته چې زیاتره یې د همدغي سیمي دي او د بیلګې په توګه پاکستانیان، ازبکان او یا هم چیچنیان وي. خو د هغوی په لیکو کې د اروپایانو شتون ډیر په ندرت سره وي، که څه هم ځیني مهال دغسې رپوټونه ورکړل شوي دي.

د «ګارډین» په نوم بریتانوۍ ورځپاڼي د یوه رپوټ له مخې په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان په سویل کې د یوه جنګیالي جسد موندل شوی وو چې پرې د بريتانيا د «آستون وېلا» فوټبال کلب تتو، رسم وو.

د آلمان د خبري آژانس په حواله په دسمبر میاشت کې د افغانستان په شمال کې د داعش د جنګالیو په منځ کې د فرانسوي جنګیاليو د شتون په هکله اوازې وې.