1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې ۲۶ طالبان او څلور پولیس وژل شوي

مسعود جهش (dpa, AP)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

افغان سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو د افغانستان په سویل کې د هلمند پر یوې ولسوالۍ باندې پراخه او همغږی شوی برید کړی دی. د رپوټونو په حواله په دغه برید کې ۲۶ طالبان او څلور تنه پولیس وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18bc7
--- DW-Grafik: Peter Steinmetz
Karte Afghanistan Provinz Helmand Englischانځور: DW

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مې د میاشتې ۲۱ نیټه) وویل چې د سه شنبې په ورځ په سلهاو تنو پاکستاني، افغان، عربي او چیچیني طالب جنگیالیو د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو باندې بریدونه وکړل.

د ښاغلي ځواک په حواله افغان ځواکونو د طالبانو د برید پر وړاندې مقاومت وکړ چې په پایله کې یې ۲۶ تنه یاغیان او څلور تنه پولیس ووژل شول. ځواک وویل چې د جگړې تر پیلیدو وروسته د هلمند ولایت له مرکز لشکرگاه څخه اضافي ځواکونه د سنگین ولسوالۍ ته ولاړل ترڅو د طالبانو د برید مخه ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، وویل چې کله اضافي ځواکونه سیمې ته ورسیدل نو جگړه پای ته ورسیده. ښاغلي عظیمي وویل چې په دغه نښته کې یوازې یو تن افغان سرتیری او ۲۳ یاغیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې ښاغلي ځواک وویل چې د ناټو ځواکونو هم په دغه نښته کې برخه واخیسته. هغه وویل: «طالبانو د جگړې میدان او روحیه له لاسه وکړه او پر شا شول. هغوی د پټیدو او تښتیدو له پاره کوم ځای نه لري.»

ځواک زیاته کړه: «د پولیسو پوستې د ولسي کسانو کورونو ته نزدې نه دي. له دې کبله فکر نه کوم چې په دې نښته کې دې ملکي کسانو ته مرگر ژوبله اوښتې وي. خو موږ به بیا هم دغه موضوع وڅیړو.»

د هلمند ولایت ویاند وویل چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۰۰۰ طالب جنگیالیو گډون کړی وو، خو د ناټو ځواکونو بیا دغه ادعاگانې رد کړې دي. ناټو ویلي دي چې په دغه سیمه کې له ۵۰۰ څخه د ۱۰۰۰ تنو طالب جنگیالیو د حضور په اړه معلومات نه لري. د ناټو چارواکو ویلي دي چې د هغوی د معلوماتو له مخې د طالبانو شاوخوا لس څلور یا پنځه کسیزو ډلو په دې سیمه کې د پولیسو پر پوستو باندې بریدونه کړي دي.

له بلې خوا د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، ادعا کړې ده چې په دغه برید کې ۱۱ تنه افغان پولیس وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. احمدي رسنیو ته ویلي دي: «پر دې سربیره دوه عرادې ټاکونه، یوه لارۍ او د دښمن یوه بله نقلیه وسیله هم له منځه تللي دي.»

تر دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو چې طالبانو په پاکستان کې خپلې مدرسې تړلي او خپل ټول جنگیالي یې افغانستان ته د جگړې په موخه استولي دي. پلان شوې ده چې د راتلونکې کال تر پایه پورې د ټول افغانستان امنیتي مسوولیتونه په خپله افغانانو ته وسپارل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب