1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي د کونډيانو ښار

هما ناصري (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۶, چهارشنبه

کله چي په هند ځیني کورنۍ خپلي کونډي ښځي وشړي نو دوی بیا د ورنډاون مذهبي ښار ته پناه وړي. ویل کیږي، دا چي په دغه ښار کي د کونډو ښځو شمیر زرونو ته رسيږي، ځکه نو د دوی ډيری له بیوزلۍ او نیستۍ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/19Ley
Thema Witwen in der indischen Stadt Vrindavan im nördlichen Bundesstaat von Uttar Pradesh. Caption 9:  Despite their age, many widows who live in cramped quarters cook their own meals, clean their own clothes and utensils.  Copyright: DW/Murali Krishnan
Indien Witwen in der Stadt Vrindavanانځور: DW/M. Krishnan

۷۰ کلنه باروتي دیوي، چي لکړه ورسره ګرځي ‌ډیرزیارکاږي چي د ماښام له پاره ځان ته يو گوله ډوډۍ پیدا کړي. په دغه مذهبي ښار کي کونډيانو ته په ورځ کښي یوازي یو وخت ډوډۍ ورکوله کیږي.

دغه کمزورې ښځه چي اکثره وخت په کوڅو کښي خیرات غواړي، ۸ کاله دمخه يې له هغه وروسته دغه ښار ته پنا وروړه چي د خپلي کورنۍ له خوا جواب ورکړل شو.

په ورنډاون ښار کي د کونډو ژوند
په ورنډاون ښار کي د کونډو ژوندانځور: DW/M. Krishnan

ديوي، وايي: «کله چي زما مېړه ومړ، کورنۍ زه له کوره څخه وشړلم. هغوی فکر کاوه چي یوه کونډه ښځه کورنۍ ته بدبختي راو‌ړي، دا ښايي زما نصیب وو چي زه يې ورنډاوان مقدس ښار ته راوستلم، او زه به په همدې سپېڅلي ښار کي مرم.

د باروتي دیوي په شان یوه بله ۶۵ کلنه ښځه راني سومندر، هم ورانډاوان ښار خپل کور بللی دی. هغه په خپل کور کي پر کورنۍ باندي یو بوج ګنل کیده. هغه وايي: «لس کاله کیږي چي زه په دغه ښار کي ژوند کوم، دلته تر راتګ دمخه ما په کوڅو کښي له خلکو څخه خیرات غوښت، خو زه ښايي چي بختوره وم چي دلته راغلم. دلته خو حداقل ماته د یوه وخت ‌ډوډۍ راکول کیږي.»

د زړه سوي ژوند

د هندوانو دغه «سپېڅلی» ښار چي د هغوی د یوه خدای کرشنا، د زېږېدو ځای هم دی تر۴۰۰۰ زیات درمسالونه لري. د دغه ښار په نزدې ۶۰۰۰۰ اوسیدونکو کي۲۰۰۰ تنې بیا کونډياني دي.

له ‌ډیرو کلونو راهيسي دغه ښار یوه مېلمستون او د کونډو ښځو له پاره یو پنا ځای ګرځیدلی دی. دغه کونډي ښځي به د خپل ژوند تر پايه پوري په دغه ښار کي وي. له دې سره سره چي دوی ډير عمر لري او کمزوري دي، بیا هم خپل کورنه په خپله پاکوي، ځان ته ډوډۍ پخوي او خپل کالي مینځي.

دوی ته دلته يو وخت ډوډۍ ورکول کیږي
دوی ته دلته يو وخت ډوډۍ ورکول کیږيانځور: DW/M. Krishnan

راني سومندر وايي: «زما کورنۍ پوهیږي چي زه ‌ډیرد نیستۍ ژوند لرم، خو هغوی زما په فکر کی نه دي. زه اوس په دي باور یم چي په همدې ښار کي مرم.» راني سومندر زياته کړه چي د سندرو ویلو له لاری ‌ډوډۍ پیدا کوي.

ژوند د خدای په چوپړ کښي

ځيني خرافاتي رسمونه د خاوند د مرگ سبب ښځه بولي، ځکه نو کونډي ښځي ډیر خوار و زار ژوند تیره وي. له ۳ کلونو راهیسته یو څو خیریه موسسو د دهغو بې وزلو ښځو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

پرباهل کمار، چي د څو خیریه موسسو مسئولیت پر غاړه لري له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل چي د کونډو ښځو شمیر مخ پر زیاتېدو دی. هغه زياته کړه چي دوی د اوسیدلو له پاره هیڅ ځاي نه لري، دوی غواړي چي خپل پاتي ژوند د خدای په خدمت کي تیر کړي. تر کومه ځايه چي موږ کولای شو هڅي کوو چي دوی ته د ژوند آسانتیاوي برابري کړو.

د هندوستان ستري محکمې له هغه وروسته چي رسنيو د دې بې وزلو ښځو په اړه رپورټ خپور کړ مدني سازمانو ته حکم کړي دی چي په وړنداوان کي د دغو ښځو په ژوند کي بهتري راولي.

د اوتر پردیش حکومت د هغو ښځو د اقتصادي او ټولنیز ژوند په اړه د معلوماتو را ټولولو له پاره یو ګروپ ټاکلی دی، چي د دوی ستونزي وڅېړي.

هندوستان۴۰ میليونه کونډي لري چي د دغه هیواد تقرییا ۱۰ سلنه وکړي کیږي.