1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي پارلماني انتخابات په څه ډول تر سره کيږي

۱۳۸۸ فروردین ۲۷, پنجشنبه

نن په هندوستان کي پارلماني انتخابات شروع سول ،چه هغه به په پنځو مرحلو کي د مې دمياشتي تر 13 پوري دوام وکي ...

https://p.dw.com/p/HYNk
د هندوستان د 2009ميلادي کال د پارلماني انتخاباتو سمبول
د هندوستان د 2009ميلادي کال د پارلماني انتخاباتو سمبولانځور: AP

په دغو انتخاباتو کي به د پارلمان د 543 وکيلانو پر سر مبارزه وسي ،او د هغه امنيت به دوه مليونه پوليس ونيسي . کوم ګوند چه يا پخپله او يا د اييتلاف د لاري اکثريت پلاس راوړي ،هغه به صدراعظم هم تعينوي .

د هندوستان صدراعظم من موهن سنگ په کانگرس گوند کې د انتخاباتو د برياليتوب په خاطر يوه سندره وايي . دا سندره اصلا د Slumdog Millionaire د فلم څخه ده، کوم چې سږکال د فلمونو د اوسکار په جايزو کې اته جايزې تر لاسه کړې . ويل کيږي چې د کانگرس گوند د دې Jai ho سندرې امتياز په دوه لکه ډالره تر لاسه کړۍ، تر څو په انتخاباتي مبارزو کې ورڅخه د گټي اخيستلو اجازه ولري .

په 1,1 مليارد وگړو سره د دنيا تر ټولو لوی دموکراټ هېواد هندوستان کې انتخابات رنګا رنگ اړخونه لري . که د گوندونو د پاره د سينمايي ستورو اعلانونه دي او که د کرکټ د اتلانو - انتخابات هر چا ته يوه اغېزه رسوي .

په هندوستان کې تر 18 کلنۍ وروسته سړی رايه ورکولای شي .

د 1952 ميلادي کال راهيسي په رايو کې د برخي اخيستونکو اندازه د 55 څخه تر 63 فيصدو پوري وي . هندي مبصرين همدا وايي، چې په دغه هېواد کې پر 30 فيصدو بې سوادانو سربیره، د نړۍ تر بل هر هېواد، مثلاً د امريکې دمتحده ايالتونو څخه، ډير کسان په انتخاباتو کې برخه اخلي .

په برلين کې د ساينس او سياست له ټولنې څخه هندوستان پېژندونکی کرستيان واگنرChristian Wagner وايي، چې د هند سياسي سيسټم د جرمني سره ډير توپېرونه لري ،او مشابهتونه يې لږ دي . واگنر وايي،

«که څه هم موږ په هندوستان کې پارلماني اصول لرو، مگر په هند کې د انتخاباتو د اکثريت يو آسانه سيستم وجود لري . د گوندونو ناظمان وايي، چې موږ د انتخاباتو په 543 سيمو کې ډول ډول ټولنيز جوړښتونه او طبقې لرو. او دا په دې معنی چي : د گوندونو منجران يا ناظمان له سختو چلنجونو سره مخامخ دي . دوی بايد د انتخاباتو هري سيمي ته جلا جلا نظم ورکړي . سربيره پر دې د هندوستان گوندي سيستم ډېر توپير لرونکی دئ . په تېرو انتخاباتو کې 40 گوندونه پارلمان ته شامل سول . چه دا کار د حکومت جوړونه هم مشکله کوي .»

د واگنر له قوله،هندوستان د اورپا په اندازه لوی او متفاوت ټولنيز جوړښتونه لري، او دجرمني او اروپا سره تفاوت لري .

د هندوستان د اساسي قانون له مخي انتخابات ،د انتخاباتي کمسيون لخوا سر ته رسيږي . هغه د هندوستان د دموکراسۍ يو د اهميت وړ ارگان دئ . د انتخاباتو د سمښت او قانونيت، د گوندونو د گډون او د گوندونو د نخښو (سمبولونو) دورکولو په برخه کې تصيم نيسي . همدا کمسيون د انتخاباتو نتايج اعلانوي . انتخاباتي کمسيون د سترې محکمې تر څنگ تر ډېره حده پورې يوه خود مختاره اداره ده .

خو پر دغه ټول نظم او ادارې سربيره، سړی تعجب کوي، چې د مرکزي او ايالتي پارلمانونو څومره ډير شمېر غړي جزايي سابقې لري .د 543 وکيلانوڅخه، چې په 2004 ميلادي کال کې پارلمان يا لوگ سبا Log Sabha ته ورغلل، په سلو کې 24 برخو جزايي دوسيې تېرې کړي وې . د انتخاباتي کمسيون مشرتابه وايی :

«هر هغه څوک چې د هندوستان تابعيت لري، کولی سي په انتخاباتو کې برخه واخلي . طبعاً موږ د انتخاباتي کمسيون په حيث دا وايو چې کانديد بايد مخکي جزا نه وي ليدلې . او په دې اړوند د هر کانديد څخه رسمي ضمانت او سوگند اخلو، کوم چې د کانديد کيدو پر وخت يې بايد ورکي . موږ دا گامونه پورته کوو، تر څو خلک په دې پوه کړو، چې يو سم کانديد ته رايي ورکړي .»

ايزل بورن / محمد عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري