1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې ټاکني: آیا مودي به د ۲۰۱۴م کال بریا بیا تکرار کړي؟

۱۳۹۸ فروردین ۲۲, پنجشنبه

په هندوستان کې اپوزیسیون ګوندونه هڅه کوي چې د دوهم ځل له پاره د نریندرا مودي د بریا مخه ونیسي. خو په هندوستان کې نظر پوښتنې ښيي چې د هندوانو دغه ملتپاله مشر ښايي په کم توپیر سره دغه ټاکنې وګټي.

https://p.dw.com/p/3Gc9N
Indien Kolkata BJP-Wahlkampf
انځور: DW/Sirsho Bandopadhyay

د هندوستان د ولسي جرګې یا لوک سبها د ۵۴۳ څوکیو د استازو د ټاکنې له پاره شاوخوا ۹۰۰ میلیونه کسان د رایې اچونې په شرایطو برابر دي. دغه ټاکنې چې د اپریل میاشتې په ۱۱ نیټه پیل شوې د آزادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو په خاطر به په اوو پړاونو کې ترسره شي او د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې به دوام ولري. په عین حال کې د هندوستان ګڼ شمیر ایالتونه به بیا یوازې په یوه ورځ کې دغه ټاکنې ترسره کړي او ځینې نور چې ډیر نفوس لري د پارلمان ټاکنې به په څو ورځو کې ترسره کړي. ټاکل شوې چې د رایو شمیرنه به د مې میاشتې په ۲۳ نیټه پیل شې.

د هندوستان د روان کال په پارلماني ټاکنو کې به له ۱۸ کلونو د لوړ عمر لورونکي د ۱۵ میلیونو نویو رايي ورکوونکو په ګډون له ۸۴ میلیونو ډیر هندي وګړي د لومړي ځل له پاره خپله رایې وکاروي. په دې ټاکنو کې ښايي شاوخوا ۴۳۰ میلیونه میرمنې هم خپلې رایې وکاروي او په دې ترتیب سره ښايي د لومړي ځل له پاره په دې هیواد کې د نارینه وو په پرتله د ښځینه رایې ورکوونکو شمیر لوړ شي. هندوستان ته په ټوله نړۍ کې د سترې ديموکراسۍ په سترګه کتل کیږي.

د دې ټولو سربیره اټکلونه ښيي چې د هندوستان د روان کال پارلماني ټاکنې به د نورو ټاکنو په پرتله ډیر لګښت ولري. د دې هیواد د رسنیو د مطالعاتو د څیړنیز مرکز په حواله، د هندوستان د ۲۰۱۹م کال پر پارلماني ټاکنو به شاوخوا ۷ میلیارده ډالر لګښت راشي. په ۲۰۱۴م کال کې په دغه راز ټاکنو شاوخوا ۵ میلیارده ډالر لګښت راغلی وو. په هندوستان کې د چارو کارپوهان وايي چې یو شمیر هندي سیاسي ګوندونو به له دغو پیسو څخه یو مقدار د ټولنیزو رسنیو له لارې پر کمپاینونو هم مصرف کړي.

Wahlen in Indien
انځور: Reuters/A. Abidi

د مودي لوړې او ژورې

د هندوستان کرازماتیک هندو ملتپاله مشر نریندرا مودي د لومړي ځل له پاره پنځه کاله وړاندې واک ته ورسید او هغه مهال یې په هندوستان کې د ښو زیربناوو، چټک اقتصادي غوړیدا او د بې کارۍ د کچې د کمښت ژمنې کړې وې. د مودي د واک په موده کې هندوستان د لویو لارو او د اورګاډو د شبکې د پراخیدو په ګډون د یو لړ پرمختګونو شاهد وو. په عین وخت کې د مودي هغه ابتکار چې غوښتل یې هندي کلیوالو ښځو ته وړیا ګاز ورسوي، د هغه د محبوبتیا د زیاتیدو سبب شول.

د هندوستان ستر اپوزیسیون ګوند یا کانګرس له فرانسې څخه د اخیستل شوو رافایل جټ الوتکو په قرارداد کې پر نریندرا مودي باندې د فساد تور پورې کړی دی. په هندوستان کې د رایه اچونکو د څیړنې سروې کوونکي شرکت یا سي ووټرز بنسټ ایښودونکی یاشونت دیشموک دویچه ویله ته وویل: «هغه [مودي د خلکو په منځ] کې د یوه پاک کس په توګه ځای لري. د هغه نوم (مودي) د رفایل الوتکو د جنجال له کبله زیان نه دی لیدلی ځکه چې خلک او د هغه ملاتړي پر داسې څه باور نه کوي.»

Indien Parlamentswahlen
انځور: DW/P. Samanta

په عین وخت کې، د پنځو کلونو په تیریدو سره د هندوستان اقتصادي ودې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. د سویلي آسیا په دغه هیواد کې د ۴۵ کلونه وروسته د بې کارۍ کچه خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده. په تیرو څو کلونو کې کرنیزه وده هم را ټیټه شوې ده، چې له کبله یې ګڼ شمیر هندي بزګران ځان وژنه کوي. د دې ټولو سربیره په هندوستان کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه هم راغورځیدلې ده.

په هندوستان کې ټاکنې او نوي ځوان رایه اچوونکي

د دې ټولو سربیره، د نریندرا مودي تر مشرۍ لاندې د هندوستان بهارتیا جنتا پارټي واکمنۍ ته د داسې دورې په سترګه کتل کیږي چې پکې له ښي اړخو سازمانانو ملاتړ شوی او د دغو سازمانانو ډیری یې د دې مسوول دي چې د غوا د غوښې د خوراک له کبله خلک په خپل سري توګه د انفرادي کسانو له لوري ووژل شي. د بهارتیا جنتا پارټي له ګوند څخه د هندوستان د پارلماني غړي راکیش سنها بیا دغو پيښو ته په اشارې سره له دویچه ویله سره په خبر کې وویل: «هیڅوک نه شي ویلی چې حکومت د قهریدلو اعتراض کوونکو له لوري د یوه کس پرته له محاکمې د وژل کیدو له پیښې وروسته هیڅ اقدام نه دی کړی.» نوموړي زیاته کړه چې له بده مرغه خلک دغه راز مسائل له حکومت یا له یوې ځانګړې عقیدې سره نښلوي.

Ritika Pandey, Manasi Gopalakrishnan -KH-SR