1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په هندي کشمیر کې وسلوالو پر پوځي اډې برید کړی

۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبه

د پولیسو په حواله د شنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوې ډلې جنګیالیو په دې جنجالي سیمه کې د هندي پوځ د یوې اډې په دننه کې ډزې کړي. پولیسو ویلي چې یو سرتیری او لور یې ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2sRUB
Indien Pakistan Grenzkonflikt Kaschmir
انځور: AP

د پولیسو یوه چارواکي چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کولې، په دې هکله ویلي چې برید د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د فبروري میاشتې په ۱۰ نیټه) سهار وختي ترسره شوی او تر اوسه دا لا معلومه نه ده چې په دې برید کې څومره وسلوال ښکیل دي.

د هند د پوځ دغه اډه، د جمو ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې موقعیت لري. سیمه [د پولیسو لخوا] کلا بنده شوې. تر اوسه پورې د دې برید په هکله ډیر جزئیات په لاس کې نه شته.

د همالیا په غرونو کې پرته د کشمیر سیمه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ویشل شوې. دواړه هیوادونه د دې سیمې د ملکیت ادعاوې کوي.

په ورته وخت کې له ۱۹۸۹م کال راهیسې له هندوستان څخه د خپلواکۍ او یا هم له پاکستان سره د یوځای والي په موخه ګڼ شمیر کشمیري وسلوالې ډلې جګړه کوي. تر دې مهاله پورې د دې وسلوالو پاڅون کوونکو او د هندوستان د پوځ د ځوابي عمل په نتیجه کې شاوخوا ۷۰ زره کسان وژل شوي دي.

د کشمیر د وګړو ترمنځ په ځانګړې توګه د دې سیمې د مسلمانانو په زړه کې د هند په وړاندي ضديت موجود دی او زیاتره اوسیدونکي هم د [کشمیري] یاغیانو د هڅو ملاتړي بلل کيږي.

په عین وخت کې د آلمان خبري آژانس یا «ډي پې اې» د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې د شنبې ورځې د یاغیانو په برید کې یو سرتیری او د هغه لور ټپي شوي دي.

پولیسو ویلي چې دوی د سرتیرو په یوه کور کې محاصره کړل شوي او د پیښې سیمه د پولیسو لخوا کلابنده شوې. د پولیسو دغه چارواکي همدا راز وویل چې په سیمه کې ټول ښوونځي تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۶م کال کې دوه ځانمرګو بریدګرو د پوځ پر همدې اډې برید کړی وو چې له امله یې د هند د پوځ ۱۲ سرتیري ووژل او ګڼ شمیر نور پکې ټپیان شوي وو.

کشمیریان، د هند او پاکستان د سیاست بیه څرنگه ورکوي، زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: