1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د څو سوو عادي دندو له پاره ۲،۳ میلیونه عریضې

۱۳۹۴ شهریور ۲۷, جمعه

د هند په اتر پردیش ایالت کې د ۳۶۸ دولتي کار ځایونو له پاره ۲،۳ میليونه کسانو عریضې ورکړي دي. په دغو کسانو کې تر دوو لکو زیات د لوړو زده کړو خاوندان دي او په سونو پي اچ ډي، لري.

https://p.dw.com/p/1GYWf
Aligarh Muslim University in Aligarh, Indien
انځور: imago/Indiapicture

د آلمان خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د څو سوو وړو دولتي دندو له پاره تر ۲۳ لکو زیاتو کسانو خپلې عریضې ورکړي دي. د نفوس له اړخه د نړۍ په دوهم ستر هیواد هند کې د دولتي دندو د تر لاسه کولو په ترڅ کې دا یوه حیرانونکی تناسب دی. دغه پیښه د نفوس په لحاظ تر ټولو ستر ایالت اتر پردیش کې رامنځ ته شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د اتر پردیش ایالتي حکومت اعلان وکړ چې د ډېرو کښته دندو له پاره يې ۳۶۸ کسان په کار دي او شرط هم دا وو چې لومړنی ښوونځی يې لوستی وي او بايسکل وچلولای شي.

ايالتي چارواکي هغه وخت حیران شول چې د ۳۶۸ کار ځایونو له پاره تر ۲.۳ میلیونو زیاتو کاندیدانو خپلي عریضې ورکړې. تر دې هم حیرانوونکي خبره دا وه چې په عریضه کوونکو ۲ لکه د لوړو زده کړو خاوندان ول او ۲۲۵ کسه داسې هم ول چې پې اچ ډي يې درلودل.

د اتر پردیش یوه ایالتي وزیر امبیکا چوهدري د «هندو» په نوم ورځپاڼې ته ویلې دي که چیرې له ټولو کسانو څخه انټرویو واخیستل شي، نو ښایي څلور کاله وخت ونیسي. دغه وزیر زیاته کړې ده چې ایالتي حکومت اوس پر دندو د گومارلو د یوې نوې طریقې له لارې له دغو دولتي دندو سره د لیوالتیا لرونکو کسانو څخه د عریضو پر تر لاسه کولو غور کوي.

د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې په دولتي دفترونو کې پر دغو دندو د گومارل شوو کسانو اساسي کار به دا وي چې د خپلو دفترونو د مامورینو له پاره چای او اوبه راوړي او یا هم له یوه دفتر څخه بل ته دوسیې یوسي.

زیاته شوې ده چې د دغسې «آفس اسسټنټ» میاشتنی معاش شا او خوا ۲۰ زره هندي کلدارو ته رسیږي، خو له دې سره هغوی ډیر شمیر دولتي امتیازات هم تر لاسه کوي چې پکښې د هستوگنځای له پاره مالي مرسته او تر تقاعد وروسته د تقاعدۍ تنخواه اخیستل شامل دي.

اتر پردیش ايالت چې د نفوس له اړخه د هند تر ټولو ستر ایالت دی، نفوس یې ۲۰۰ میلیونه کسانو ته رسیږي او په دغه ځای کې د بې روزگارۍ کچه مخ پر ډیریدو ده.

د رسمي شمیرو له مخې په دغه ایالت کې د ځوانانو په منځ کې د بې روزگارۍ تناسب دومره لوړ دی چې له ۱۵ کلونو څخه تر ۳۵ کاله عمر لرونکو د بې روزگاره کسانو شمیر آن کابو ۱۳ میلیونو ته رسیږي.