1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې توپانونو ۷۷ تنه وژلي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

په هند کې د موسمي بارانونو د لړۍ تر پيلیدو څو اوونې دمخه توپانونو او ګرد بادونو لږ تر لږه ۷۷ تنه وژلي دي. د نورو تالندو او توپانونو اټکل هم شوی دی.

https://p.dw.com/p/2x6EV
Indien Sturmschaden in Agra / Uttar Pradesh
انځور: Getty Images/AFP

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د چهارشنبې په ورځ د توپانونو له کبله د هند د اترپردیش، راجستان او پنجاب ایالتونه تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي.

ویل شوي دي چې زیاتره کسان د کورونو د چتونو او همداشان د ونو د رالویدو له کبله مړه شوي دي. د دغو توپانونو په ترڅ کې تر ۱۴۰ د زیاتو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د اترپردیش آګرا سیمه چیرې چې تاج محل، هم موقعیت لري تر ټولو زیات د توپانونو له کبله اغیزمنه شوی ده. تاج محل چې د هند یو له مشهورو ځایونو څخه شمیرل کیږي په اپریل میاشتې کې توپان د دغې تاریخي ودانې ته د ننوتولو د لارې دوه ستنې ویجاړې کړې وې.

Karte Indien Uttar Pradesh Rajasthan Punjab ENG

د هند ولسمشر رام نات کوویند، د خپل ټویټر په پیغام کې خواشیني ښوولې ده او د «ټپیانو د ژر رغیدو هیله» یې څرګنده کړې وه.

د دوبي په موسم کې د هند په شمال او لویدیځ کې له خاورو سره مل توپانونه تل رامنځ ته کیږي. خو د چهارشنبې ورځې توپانونه چې له باران سره مل وو د موسمي بارانونو تر پیلیدو دمخه خلک په حیرانتیا کې اچولي دي. موسمي بارانونو ته لا شا او خوا شپږ اوونۍ وخت پاتې دی.

د هند د هوا پیژندنې ادارې د دغه هیواد په شمال کې د پنجشنبې په ورځ د تالنده او بریښنا او همداشان د سختو بادونو اټکل کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: