1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستان سره سوداگري» په نامه نړیوال کنفرانس

سید ریاض۱۳۹۲ آبان ۲۶, یکشنبه

د هندوستان په نوي ډهلي کې د نومبر د میاشتې پر ‍۱۸ او ۱۹ نیټه «له افغانستان سره سوداگري» تر نامه لاندې دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړيږي. دغه خبر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکړی دی. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1AJ3e
انځور: Ibrahim Speasaly

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر د میاشتې ۱۷مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دغه دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو وزارتونو په ابتکار او همداشان د دواړو هیوادونو د سوداگرۍ او صنایع خونو په مشارکت جوړیږي.

د بهرنیو چارو وزات ویاند په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې دغه دوه ورځنی کنفرانس د سیمه ییزۍ همکارۍ تر پروسې لاندې تر سره کیږي. د موسی زي په وینا په دغه کنفرانس کې به د دواړ هیوادونو د چارواکو سربیره د یو شمیر آسیایي هیوادونو سفیران، چارواکي او سوداگر، د مدني ټولنې استازې گډون ولري.

د موسی زي په خبره «دغه نړیوال کنفرانس به د هند د بهرنیو چارو د وزیر سلمان خورشید، له لوري پرانیستل شي. د هغه په وینا په دغه کنفرانس کې د افغانستان حکومت استازیتوب د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیل وال کوي او خپله کنفرانس ته به خپله وینا هم واوري.»

زیاته شوې ده چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د زراعت وزیر، د افغانستان بانک رئیس، د معادن، تجارت او صنایع وزارتونو مرستیالان او پر دې سربیره یو شمیر نور چارواکي او د خصوصي سکتور ډیر شمیر استازي، په افغانستان کې د پانگونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي.

په دغه کنفرانس کې به د ۱۹ هیوادونو شاوخوا ۲۵۰ سوداگر او پانگوال گډون وکړي. په پام کې ده چې په دغه کنفرانس کې به د (Made in Afghanistan) تر نامه لاندې د افغاني محصولاتو یو نندارتون هم جوړ شي.

پر دې سربیره به په دغه کنفرانس کې د افغانستان او هندوستان د سوداگرۍ او صنایع خونې د همکاریو یوه توافقنامه هم لاسلیک کړي.

افغانستان ته د نواز شریف سفر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف ښایي کابل ته راشي، وویل چې په دې اړه موافقه شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف افغانستان ته سفر وکړي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«د دواړو هیوادونو حکومتونه په تماس کې دي، تر څو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر ترتیب کړای شي. تر اوسه کابل ته د هغه [نواز شریف] د راتگ له پاره کومه مشخصه نیټه نه ده ټاکل شوې. په اوسني وخت کې د دغه اجنډا په اړه موږ د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره په گډه کار کوو.»