1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې ۹۰ زره کارځایونو ته ۲۸ میلیونه درخواستونه شوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۱, شنبه

په کار باندې د نړۍ د تر ټولو سترې ګمارنې په توګه د هندوستان د اورګاډي شرکت د نوو چلوونکو، د پټلۍ د کارکوونکو او بار وړونکو یا جوالیانو د دندې له پاره اعلان خپور کړ چې په پایله کې یې ۲۸ میلیونه کسانو د کار درخواست کړی.

https://p.dw.com/p/2vI0u
Indien Eisenbahn Passagiere
انځور: Reuters

د هندوستان په حکومت پورې تړلې د اورګاډو شبکې ویلي چې دوی په کار باندې د تر ټولو سترې ګمارنې له پاره ۲۸ میلیونه انلاین درخواستونه ترلاسه کړي کوم چې د شنبې په ورځ پای ته رسیږي. په دې ترتیب سره نو دغه درخواستونه د آسترالیا د ټول نفوس چې شاوخوا ۲۴ میلیونه کسانو ته رسیږي، ډیر دي.

د هندوستان د «ټایمیز اف انډیا» په نامه رسنۍ رپوټ  ورکړی چې د اورګاډي د شرکت چارواکي اټکل کوي چې د اعلان د وخت د پای ته رسیدو په نږدې کیدو سره ممکن دغه شمیر نور هم لوړ شي. 

 

د یاد شرکت له لوري په اعلان شوو کارځایونو کې ۲۶ زره او ۵۰۲ د اورګاډي چلوونکي او تخنیکي کارکوونکي، ۶۲ او ۹۰۷ بیا په ټیټه کچه د مسلکي کسانو چې پکې د پټلیو د کارکوونکو، ویلډنګ کوونکو او جوالیان یا بار وړونکي شامل دي.

د نړۍ اتم تر ټولو ستر کار ورکوونکی شرکت یعنې د هندوستان د اورګاډي شرکت اوسمهال شاوخوا ۱،۴ میلیونه کارکوونکي لري. دغه شرکت اوسمهال د ۱۰۵ میلیارده یورو «۱۳۰ میلیارده ډالرو» په ارزښت د عصري کولو یو پروګرام تر لاس لاندې نیولی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې، د هندوستان حکومت ویلي وو چې دوی به د چټک تلونکو اورګاډو خدمات په پلازمینه نوي ډهلي کې لا پسې پراخ کړي. په دې ترتیب به د زړو اورګاډو چې سرعت یې په یوه ساعت کې د ۷۰ او ۸۰ کیلومترو په منځ کې دی، پر ځای نوي اورګاډي چې سرعت یې شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره په ساعت کې دی، استفاده کړل شي.

هندي رسنیو بیا رپوټ ورکړی چې داس امکان همه لري چې په راتلونکي میاشت کې به شاوخوا ۲۰ زره نورې دندې هم زیاتې شي او په دې توګه د ټولو دندو شمیر به ۱۱۰ زرو ته ورسیږي.

زموږ له آرشیف څخه: