1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هنګري کې د اربان پر ضد پراخې مظاهرې ترسره شوې

۱۳۹۷ فروردین ۲۶, یکشنبه

د هنګري په پارلماني ټاکنو د فیدز ښې اړخي ناسونالیست ګوند تر بریالیتوب یوه اونۍ وروسته، په لسګونو زرو کسانو د ټاکنو د پایلو په اعتراض او د دوی په خبره په هیواد کې ډیموکراسۍ ته د ورپيښ خطر له امله مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/2w4iF
Ungarn - Proteste gegen  Orban
انځور: Reuters/B. Szabo

د هنګري د ټاکنو په اړه د درغلیو د رپوټونو تر خپریدو وروسته د لومړي وزیر ویکتور اروبان، پر ضد د مظاهرو لړۍ لا زیاته پراخه شوه. په لسګونه زره کسانو په دغو مظاهرو کې ګډون وکړ.

د شنبې په ماښام (د اپریل میاشتې ۱۴) په لسګونه زره انسانان له دې شعار سره چې «موږ اکثریت یو» د پلازمېنې بوداپست سړکونو ته را ووتل او د رایو د دویم ځلي شمیرنې او انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د اعتراض کوونکو په اند د هنګري ټاکنیز سیستم غیر عادلانه دی. د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان د ښې اړخي ناسونالیست ګوند فیدز مشري په غاړه لري. دغه ګوند د اپریل په ۸ نیټه پارلماني ټاکنو کې ۴۹ سلنه رایې ترلاسه کړې، خو د دغه هیواد د ټاکنیز سیستم په پام کې نیولو سره یې د پارلمان له ۱۹۹ چوکیو څخه ۱۳۴ ځانته اختصاص ورکړل. په دې توګه نو دغه ګوند د پارلمان ۲ پر ۳ برخه چوکۍ په اختیار کې لري او کولی شي په ډیرې آسانۍ سره په اساسي قانون کې د خپلې خوښې بدلون رامنځته کړي.

د ویکتور اوربان د مخالفينو غونډې د غیر وابسته سیاسي فعالانو له خوا رهبري او په لاره اچول کیږي. په دې وروستیو ورځو کې په ډیرو ټاکنیزو حوزو کې د انتخاباتي سرغړونو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي. ویل کیږي چې د اوربان ګوند له دغو سرغړونو څخه په استفادې ګټه پورته کړې ده او په دې توګه یې ډیرې رایې خپلې کړي دي.

د ټاکنو پایلو او د اوربان د ګوند بریالیتوب په ځانګړي توګه ځوان نسل په شوک کې اچولی دی. یو شمیر له دوی څخه په ټولنیزو شبکو کې د خپل هیواد د پریښودو خبره کوي.

اعتراض کونکو ویکتور اوبارن پر ټاکنیزو درغلیو سربیره، په فساد، له قدرت څخه په ناوړه استفادې او د رسنیو د خپلواکۍ پر سرکوبولو تورن کړی دی.

یو له هغو اقداماتو څخه چې اربان یې ډير ژر د عملي کولو اراده لري، د نویو قوانینو تصویبول دي چې د خپلواکو مدني سازمانونو فعالیتونه ناممکن ګرځوي.

اروبان له ۲۰۱۰ م کال راهیسې د چارو واګۍ په لاس کې لري. هغه د خپل ناسیونالیستې دریځ په پام کې نیولو سره خپل هیواد ته د مهاجرو د راتګ د مخنیوي کوښښ کوي او د اروپایې اتحادیې فعالیتونو ته هم د بدبینۍ په سترګه ګوري.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: