1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وارسا کي د کومو پريکړو تمه کیږي؟

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۱۸, جمعه

د ناټو غړو هيوادونو مشرانو پتېيلې ده چي د وارسا په غونده کي د اروپا په ختيځ کي د عسکرو د ځای پر ځای کولو پريکړه وکړي. د دغه ځای پر ځای کوني اصلي علت د روسيې له خوا گواښ ښوول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1JLZn
انځور: Reuters/Larry Downing

د ناټو غړو هيوادونو مشران نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جولای ۸مه) د پولند په پلازمېنه وارسا کي سره راټول سوي څو په پولنډ، ليتوانيا، لاتويا او ايستونيا کي د عسکرو د ځای پر ځای کولو پرېکړه وکي.

د ناټو دغه غړي هيوادونه په اوکراين کي تر کډوډيو وروسته د روسيې له خوا د خطر احساس کوي.

جرمني پتېيلې ده چي دغه ماموریت ته په سونو عسکر وکړي چي په هغه ډله کي به يوه ټولۍ په ليتوانيا کي ځای پر ځای سي. په درو نورو هيوادونو کي به هم زر زر عسکر ځای پر ځای کي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ، د وارسا تر غونډي يوه ورځ دمخه د پنجشنبې په ورځ وويل چي د اروپا په ختيځ او لوېديځ کي د ناټو غړو هيوادو ته نوو گواښونو ته په کتو سره بايد د پوځي حضور پريکړه وسي.

په ناټو کي د روسيې استازي الکساندر گروشکو، له «کوميرسانت» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي، په دې بايد هرڅوک پوه وي چي روسيه د ناټو دغه اقدام ته يوازي پوځي جواب ورکولای سي.

د روسيې او لوېديځ تر منځ اړيکي له هغه وروسته خړي پړي سوې چي د اوکراين د کريميا نيمه ټاپو په ۲۰۱۴م کال له روسيې سره يوځای سو. ځني وختونه حتی د سړې جگړې خبري کېدلې.

په وارسا کي د ناټو د غړو هيوادونو غونډي د لومړۍ ورځي په اجندا کي د دوی او اروپايي ټولني ترمنځ د گډ کار او د ديپلوماتانو د معلوماتو له مخي له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا د وتلو په اړه موضوعات شامل دي.

د غونډي په دوهمه ورځ به د داعش پر ضد د نړيوال ائتلاف پر ملاتړ او په افغانستان کي د ناټو د ماموريت په اړه خبري وسي.

د ناټو په دغه غونډه کي به له افغان امنيتي ځواک سره تر ۲۰۱۷م کال وروسته هم د درو نورو کلونو له پاره د مالي مرستو اعلان وسي.

افغان حکومت وايي چي د امنيتي ځواک د تمويل له پاره هر کال تر پنځه ميليارده ډېرو ډالرو مرستي ته اړتيا لري.