1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واشنګتن کې د آلمان د لومړۍ وزيرې وينا

۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبه

د آلمان د لومړۍ وزيرې له ويناوو څخه يوه د اهميت وړ وينا وه. دې آورېدونکو ته يواځې خپل ځان ور ونه پېژانده، بلکه له خپل شخصي طرزتفکر څخه يې هم خبر کړل.

https://p.dw.com/p/KONj
انګيلا مېرکلانځور: AP

مېرکل په پخواني ختيز آلمان کې له خپل ژوند څخه يادون وکړ، او له هغو محدودو امکاناتو څخه چې په هغه زورواکه هېواد کې ورته موجود وو؛ دا د برلين د دېوال له نړېدنې او په هغه وخت کې د خپل سرگذشت څخه وغږېده: هغه يې د يوه نوي پيل، په تېره بيا خپل ځان د پاره يو چانس وباله. دې په ٩٠ لسيزه کې د امريکې له متحدده ايالتونو څخه د خپلې لومړۍ کتنې کيسه وکوله.

د امريکې د کانگرس استازو په ډېره پاملرنه او مثبت برداشت سره غوږ ورته نيولی وو. دوی څو ځله له ځايه پورته شول او انگيلاميرکل يې په چک چکو وستايله. وينا په تېره بيا هغه مهال زياته اغېزمنه شوه، کله چې ميرکل له هغو موضوعگانو څخه يادون کاوه، کومې چې امريکايان او اورپايان سره نښلوي. مثلاً د آزادۍ د پاره مبارزه او هغه څه چې هر انسان ته د اهميت وړ دي او دا اهميت چې بايد په نړيواله سويه ورته کار وشي. په افغانستان کې هم. کله چې دې په مرکزي آسيا کې له جگړو څخه نېغ په نېغ يادون کاوه، د آلمان لومړۍ وزيرې د آورېدونکو غوښتنو ته هم گوته ونيوه. د دې پيغام دا وو چې: آلمان په وړاندې هم د ټلوالې وفادارغړی پاتې کيږي، او په سختو حالاتو کې هم د باور وړ ملگری دئ.

ميرکل په بله هېڅ کومه وينا کې، له هغه څه نه چې دې ته د زيات اهميت وړ دي، دغومره سپين يادون نه وو کړئ يعنی: د اسرائيلو د موجوديت حق او د ايران د اتومي وسلو د لاس ته وروړنې ردونه، او دا ځکه چې تهران اسرائيلو ته خطر جوړوي. لومړۍ وزيرې له يهودو څخه د جرمنيانو ملاتړ په باورکېدونکې بڼه سره انځور کړ. دې په ډاگه کړه، چې آلمان له اسرائيلو څخه د ملاتړ وجيبه لري. دا د آلمان د تاريخ نتيجه ده، په تېره نشنل سوسيالېزم له ناوړه وخت راهيسې.

د جرمن لومړۍ وزيرې د امريکې د کانگرس دواړو جرگو ته نه يواځې د امريکې او آلمان له شريکو ارزښتونو څخه يادون وکړ، بلکه په موجوده سياسي حالاتو کې يې د هغه اهميت هم په گوته کړ. دې په دې اړوند ځان د آلمان د لومړي صدراعظم کونراد اديناور په اصطلاح لمسۍ وښوده، چا چې په ١٩٥٧ ميلادي کال کې هم دا وياړ تر لاسه کړی وو، چې د امريکې استازو ته وينا وکوي.

ميرکل په پای کې له امريکايانو څخه مننه هم هېره نه کړه او ويې ويل، چې پرته د امريکايانو له ملاتړ او مرستې نه، ٢٠ کاله مخکې د برلين د دېوال په نړښت سره د دواړو آلمانونو يووالی داسې بې لانجې او په صلحه سره ممکن نه وو. لومړۍ وزيرې په ډېره ښه توگه سره تر اف جان کنيډي پورې د ټولو امريکايي اولسمشرانو يادون وکړ او زياته يې کړه چې هغوی له څو کالونو راپديخوا د آلمان د يووالي کوشش کاوه.

لومړۍ وزېرې ته په واشنگټن کې لوی بری ورپه برخه شوی. دې له نړيوال کېدنې څخه نيولې بيا تر اقليم ساتنې پورې له هرې موضوع سره په ډېره ښه توگه او وينا سره اړيکې ونيوې. دې له آلمان څخه ډېر ښه استازيتوب وکړ.

محمد عارف

کتونکی: يحيی وردک