1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واشنګټن کي د هستوي وسلو د امنيت سر مشريزه

۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مشر بارک اوباما، زروي تروريزم د هغه هېواد ملي امنيت ته لوی خطر بللی دئ...

https://p.dw.com/p/MtWl
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

اوباما، د زروي امنيت په خاطر جوړيدونکي سرمشريزي غونډي څخه يوه ورځ دمخه په ډاگه کړې ده، چي که چېري د القاعدې ترهگرو ته اټومي وسله په لاس ورسي، نو بيا به يې پرته له هر ډول قيد او شرط څخه په کار اچوي.

په سيمه ايز وخت په دوشنبه او سه شنبه جوړيدونکې دې غونډي ته له47 هېوادونو څخه دولتي او حکومتي مشران ورتلونکي دي. له آلمان څخه لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل برخه پکښي اخلي.

د دې دوه ورځني کانفرانس اصلي موضوع به د نظامي او غيرنظامي اټومي توکو امنيت او نه پراخېدنه وي.

اوبا له غونډي څخه دمخه د يکشنبې د ورځي په ماسپښين د اټوم لرونکو هېوادونو پاکستان او هندوستان له مشرانو سره هم ځانځاته وکتل. غونډه کي د پاکستان لخوا لومړی وزير يوسف رضاگيلاني او د هند لخوا لومړی وزير من موهن سنگ برخه اخلي.

د نيويارک ټايمز له قوله، پاکستان غواړي د نوو اټومي توکو د توليد پر سر د خبرو اترو مخه ونيسي او اوباما ورته په دې اړوند خپله اندېښنه ښکاره کړې. خو اوباما دا خبره هم کړې، چې باور لري پاکستان خپلي اټومي وسلې خوندي ساتي، او امريکا ورته په دې منظور پيسې هم ورکړي دي.

آژانسونه/ عارف وردک

کتونکی: زیارمل