1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ودونو کې د لګښتونو د کمولو له پاره یوه هڅه

حسین سیرت۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه

د افغانستان د پارلمان د ځوانانو او روغتیا کمیسیون یوه مسوده جوړه کړې ده چې له مخې په ودونو کې لګښتونه راکمیږي. د دغه کمیسیون چارواکي وايي چې په ودونو کې لوړ لګښتونه د دې لامل شوي دي چې ډیری ځوانان مجرد پاتې شي.

https://p.dw.com/p/17NWE

تر دې مخکې د افغانستان د عدلیې وزارت هم په دې برخه کې یوه مسوده جوړه کړې وه، خو دغه مسوده هیڅ وخت پارلمان ته وا نه ستول شوه. د افغانستان د پارلمان د ځوانانو او روغتیا د کمیسیون مشر نقیب الله فایق، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جنوري د میاشتې ۱۹مه نیټه) دویچه ویله ته وویل چې د ودونو لوړ لګښتونه د دې لامل کیږي چې «ځوانان مخدره توکو ته مخ واړوي او یا له خپل هیواد څخه کډوال شي.» هغه زیاته کړه: «موږ په دې خبره پوه شو چې د دغې ستونزې یوه لویه برخه د دې له کبله رامنځ ته شوې ده چې په دې اړه کوم قانون موجود نه دی. په پارلمان کې زموږ دنده دا ده چې داسې قوانین جوړ کړو چې له مخې یې ودونه په اسانۍ او کم لګښت وشي.»

د ودونو پرتمین او قیمتي هوټلونه

په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان په ټولو ښارونو کې د ودونو لوی او شانداره یا پرتمین هوټلونه جوړ شوي دي. یو شمیر افغان ځوانان وایي چې په ډیرو مواردو کې کله چې د ودونو پر سر پریکړې کیږي لومړنی شرط په کې دا وي چې باید د کوژدي مراسم په یوه شانداره هوټل کې تر سره شي.

د ودونو د لګښتونو د کمولو په موخه جوړه شوې مسوده به د پارلمان تر ژمنیو رخصتیو وروسته عمومي غونډې ته د تصویب له پاره وړاندې شي. په دغه مسوده کې راغلي دي چې یوازې د ودونو او کوژدو مراسم په هوټلونو کې لمانځل کیدای شي.

په دې مسوده کې راغلي دي چې په ودونو کې تر ۴۰۰ او په کوژده کې تر ۱۰۰ تنو میلمنو پورې ګډون کولای شي. د قانون په دغه مسوده کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې هوټلونه دغو میلمنو ته کوم ډول خواړه پخولی شي.

ښاغلي فایق وویل چې د افغانستان د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونه، د بیلابیلو ښارونه ښاروالۍ او څارنوالۍ د دغې مسودې په پلې کولو کې مرسته کولای شي. هغه زیاته کړه: «د دې قانون د تصویبیدو او پلي کیدو له پاره وخت ته اړتیا لیدل کیږي.» هغه وړاندې وویل چې د دې قانون تر تصویبیدو وروسته کورنۍ کولای شي چې د ستونزو د رامنځ ته کیدو په صورت کې هغه د یوه قانوني سند په توګه د خپل ځان له پاره معیار وټاکي. دا په دې معنې چې که د ناوې کورنۍ د ډیرو شاندارو مراسمو غوښتنه وکړي او د هلک کورنۍ يې اقتصادي توان و نه لري، هغوی کولای شي چې همدې قانون ته مراجعه وکړي.

د پارلمان دغه غړي اندیښته څرګنده کړه چې د ځمکې مافیا د ودونو د ځینو هوټلونو مالکین دي او کیدای شي چې د دې مسودې د تصویب مخه ونیسي.

د ځوانانو هرکلی

افغان ځوانانو د دغه قانون هرکلی کړی دی. په کابل کې ګیتي نومې ځوانه نجلۍ په دې اړه وایي: «دغه طرح باید پلي شي. په ټولنه کې د تاوتریخوالي یوه برخه په ودونو کې د لوړو لګښتونو له کبله رامنځ ته کیږي. که دغه مسوده په قانون بدله شي نو ځوانان کولای شي چې خپلو هیلو ته ورسیږي.»
ګيتي زیاتوي چې ډیر شمیر افغان ځوانان نه شي کولای چې د ودونو د لوړو لګښتونو له کبله خپل خوږ ګډ ژوند پیل کړي. هغه هیله څرګندوي چې د دې قانون له تصویبیدو سره به دغه ستونزه له منځه ولاړه شي.

د پارلمان دغه غړي اندیښته څرګنده کړه چې د ځمکې مافیا د ودونو د ځینو هوټلونو مالکین دي
د پارلمان دغه غړي اندیښته څرګنده کړه چې د ځمکې مافیا د ودونو د ځینو هوټلونو مالکین ديانځور: picture-alliance/Ton Koene