په وردگو کي امريکايي عسکر وژل سوي دي
۱۳۹۱ اسفند ۲۱, دوشنبهد افغاني چارواکو د وینا له مخې دغه پیښه د وردگو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کي رامنځ ته شوې ده. په افغانستان کې د متحده ایالاتو پوځونو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي:
«دوه تنه امریکایي او یو شمیر افغان سرتیري، د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې هغه وخت ووژل شول، چې د افغان ملي اردو په يونيفورم کي يو کس پر امریکایي او افغاني ځواکونو باندې ډزې وکړې.»
د ایساف ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې یو شمیر افغان سرتیري هم وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزرات ویاند صدیق صدیقي د پیښه تائيد کړې ده او ویلي یې دي چې د پیښې د څیړلو له پاره یو پلاوی سیمي ته استول شوی دی.
تر دمخه د جلریز ولسوالۍ ولسوال نقیب الله حیدري، د آلمان خبري آژانس ته ویلي وو:
«موږ د قربانیانو د دقیق شمیر په اړه معلومات نه لرو، خو په دې خبر یو چې ډیر شمیر سرتیري وژل شوي دي.»
دغه پیښه د متحده ایالاتو د ځانکړو پوځي ځواکونو په مقر کې رامنځ ته شوې ده.
په تیر وخت کې افغان ولسمشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړی وو چې له مخې یې باید امریکایي ځانګړي ځواکونه د یکشنبې تر ورځې د وردگو ولایت څخه وتلي وای.