1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وردگو کي ځانمرگي بريد ۳ تنه بهرني سرتيري وژلي دي

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۱, سه‌شنبه

په ميدان وردگو ولایت کي يوه ځانمرگي بريد د ايساف درې تنه سرتيري او يو افغان ژباړونکی وژلی دی. د دغه ولايت چارواکو ويلي دي چي په دغه بريد کي څلور تنه افغان سرتيري هم ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/19Cil
--- DW-Grafik: Peter Steinmetz
Karte Afghanistan Provinz Maidan Wardak Englischانځور: DW

د ميدان وردگو ولایت يوه وياند عبدالله خوگياڼي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۲۳) د فرانسې خبري آژانس ته وويل چي دغه بريد نن سهار پر يوه خره باندي د سپاره کس له خوا ترسره سوی دی.

د هغه په خبره ځانمرگي بريد کوونکي هغه مهال چاوديدونکو موادو ته انفجار ورکړ چي له خپل خره سره د ايساف ځواکونو د موټرو کاروان ته ور نژدې سو. ويل کيږي چي ايساف او افغان ځواکونه د دغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کي په گډو عملياتو بوخت ول چي ورباندي چاودنه وسوه.

په افغانستان کي مېشتو ايساف ځواکونو دا خبره تائيد کړې ده چي د دغه هيواد په ختيځ کي يې درې تنه سرتيري په يوه چاودنه کي وژل سوي دي. خو د قربانيانو د مليت په اړه څه نه دي ويل سوي.

د چاودني پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد، په سيمه کي د تليفون له لاري رسنيو ته ويلي دي چي د وردگو ولايت د سيد آباد سيمي په «يوه تنگ سړک کي ودريد او دلته وو چي د ځانمرگي بريد هدف وگرځېد.»

وردگو ولايت د کابل- کندهار د لويي لاري په اوږدو کي د دغه هيواد د پلازمېني په څلوېښت کيلومترۍ کي پروت دی. په وروستيو وختونو کي سختي امنيتي پيښي پکښي رامنځ ته سوي دي.

څو ورځي دمخه د دغه ولايت په اړوندو سيمو کي د نفتي موادو نزدې پنځوسو ټانکرونو ته په دې پلمه اور اچول سوی وو چي گويا بهرنيو ځواکونو ته د سونگ مواد رسوي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان پارلمان له خوا د کورنيو چارو سلب اعتماد سوي وزير مجتبی پتنگ د دوشنبې په ورځ ولسي جرگې ته د خبرو پر مهال وويل، هغه خصوي امنیتي شرکتونه چي د افغان حکومت له خوا منحل سوي دي طالبانو ته پېسي ورکوي ترڅو اکمالاتي کاروانونو ته اور واچوي.

هغه وویل چي مافیا په دې کار کي لاس لري او غواړي د عامه نظم د پولیسو په بدنامه کولو سره د اکمالاتي کاروانونو امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي.

پتنگ زياته کړه چې تر دې دمخه امنیتي شرکتونو طالبانو ته پېسې ورکولي چې اکمالاتي کاروانونه له خطرناکو سیمو څخه تیر کړي. هغه وويل: «دغه کاروانونه هغه کسان ولي چي خپلي شخصي کمپنۍ ئې له لاسه ورکړي دي. هغوی طالبانو ته پېسې ورکوي او دغه کاروانونو ته اور اچوي.»

وردگ د کابل او افغانستان د لوېديځ تر منځ د غځېدلي لاري کيلي بلل کيږي.