1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وزیرستان کې د عملیاتو وروستي پړاو اعلان شو

۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د پاکستان پوځ د افغانستان سرحد ته څیرمه په ناکراره قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې خپلو عسکرو ته د پوځي عملیاتو د «وروستي پړاو» د پیلولو امر کړی دی. دغه عملیات د وسله والو یاغیانو پر ضد کیږي.

https://p.dw.com/p/1I1Sx
انځور: ISPR

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، له هغو پوځیانو سره چې په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي د ملاقات پر مهال دغه لارښوونه کړې ده. د پاکستان پوځ وایي چې د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتي راهیسي په دغو عملیاتو کې په زرونو یاغیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي: «جنرال راحیل شریف په شمالي وزیرستان کې فوراً د عملیاتو د وروستي پړاو د پیلیدو لارښوونه کړې ده، چې موخه یې په گڼو ځنگلونو کې د ترهگرو د وروستیو پاته شوو پټنځایونو تصفیه کول، منزوي کول او د هیواد په هر ځای کې د هغوی له مرسته کوونکو سره د هغوی اړیکي قطع کول دي.»

تر دې لږ وروسته د پاکستان د پوځ ویاند د تویتر په لنډ پیغام کې د عملیاتو د پيلیدو خبر ورکړی دی، خو نور جزئیات يې نه دي ورکړي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو د فشار له کبله د «ضرب عضب» په نوم عملیات پېل کړل، څو په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پټنځایونه له منځه یوسې او کابو له یوې لسیزي راهیسي پیل شوی یاغیتوب چې په زرونو انسانان پکښې وژل شوي، ختم کړي.

دغو عملیاتو هغه وخت زور واخيست چې وسله والو طالبانو د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندي یرغل وکړ او ۱۵۰ تنه یې ووژل. په وژل شوو کې زياتره ماشومان ول.

نوموړي خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي دي چې امریکا متحدو ایالاتو دغه عملیات ستایلي دي او د عملیاتو له پیلیدو راهیسي په امنیت کې ښه والی راغلی دی.

د پاکستان پوځ وایي چې دوی د دغو عملیاتو په ترڅ کې په قبایلي سیمه کې ۳۶۰۰ یاغیان وژلي دي او همداشان ۳۵۸ عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

څارونکي خبرداری ورکوي چې ډېرریاغیان د سرحد بلي غاړې، افغانستان ته اوښتي دي. دا چې رسنۍ سیمې ته لاس رسی نه لري، نو دا گرانه ده چې د مرگ ژوبلې شمیر دقيق معلوم شي.