په ولسي جرګه کې د امنیتي تړون په اړه اختلاف رابرسېره سوی دی
۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د امینتي تړون په هکله په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، د افغانستان د پارلمان استازي د هيواد په کورنيو چارو کي د ګاونډیو هیوادونو د احتمالي لاسوهنو له کبله اندېښمن دي.
بل لور ته یو شمیر استازي په دې اند دي چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ امنیتي تړون به په افغانستان کې د ترهګرو جګړي ته مشروعیت ورکړي.
د ولسي جرګې یوه تن استازي نصرالله صادقي زاده نیلي د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۲ کال د لړم د میاشتې په ۱۱» د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل: په هغه صورت کې چې له امریکا سره دغه تړون لاسلیک شي ګاونډي هیوادونه به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
« په لومړي سر کې دا کار به د دې سبب وګرځې چې د ترهګرو جګړې ته مشروعیت ورکړي، او ترهګر به یو ځل بیا اعلان وکړي چې افغانستان اشغال شوې دی او په دغه هیواد کې بهرنیان شتون لري. دوې له دې موضوع څخه استفاده کوي او هره ورځ په لسګونو خلک په خاورو او وینو لړل کیږي.»
خو یو شمیر استازو بیا د دغو څرګندونو سره خپل مخالفت ښکاره کړ. د دوی په اند له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د امنیت او ثبات په خاطر د نړیوالې ټولنۍ ملاتړ ته ضرورت دی او که چیري ټول بین المللي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي ګاونډي هیوادونه به یو ځل بیا له دغه هیواد څخه د جګړې ډګر جوړ کړي.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسیمه نیازۍ وویل:« مونږ او تاسې چې کله په پارلمان کې کښینو باید د افغانستان د ګټو له پاره خبرې وکړو، نه د ګاونډیو هیوادونو. دلته د ګاونډیو هیوادونو د منافعو څخه دفاع کول واقعأ صحیح خبره نه ده.»
د کنړ ولایت استازې صالح محمد صالح وویل چې په تیرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو هیڅ وخت افغانستان د یو مستقل هیواد په توګه نه دې قبول کړی. هغه زیاته کړه تر هغه وخته چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان په برخه کې خپل سیاست ته تغیر ور نه کړي افغانستان له هر هیواد سره چې وغواړي تړون لاسلیکولای شي.
هغه حساسه مساله چې په مشورتي لويي جرګې کې به پرې بحث وشي د قضايي حاکمیت موضوع ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ویلې وو:
« که په افغانستان کې امریکايي سرتیري قضايي مصوونیت ونه لري، په هغه صورت کې امریکا دې ته چمتو نه ده چې له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.»
خو ولسمشر کرزي وویل چې دغه موضوع د هغه له واک څخه لوړ او د افغانستان ملت به په لویه جرګه کې په دې اړه تصمیم ونیسي. له بلې خوا د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه په یوې بلې جنجالي موضوع بدله شوې.
افغانستان په دې خبرې ټینګار کوې چې هغه ځانمرګي برید کونکي او ترهګر چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ننوزي باید د افغانستان پر خاورې تیرۍ وبلل شي.
د کاپیسا ولایت استازي محمد اقبال صافي وویل: « اوس دښمن افغانستان ته په کمین کې ناست دی. هره ورځ ځانمرګي برید کونکي افغانستان ته ننوزي چې دا یو ښکاره تیرۍ دی. کله چې د ګاونډيو هیوادونو له خوا پر افغانستان راکټي بریدونه کیږي امریکا په بشپړ ډول بې تفاوته پاتې کیږي.»
په همدې وخت کې د مشورتي لويې جرګې د جوړیدو له پاره تیاریانې روانې دي. د دغې جرګې لوحې او تابلو ګانې د ښار په ګڼ مشته ځایونو کې لیدل کیږي او د پل تخنیک پوهنتون چې ټاکل شوې ده د لويي جرګې کوربه به وي محصلین يي رخصت کړای شوې دي.