په ونزويلا کي د چاويز د ناورغۍ په اړه بحثونه
۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبهاعلان
د ونزويلا ولسي جرګې، ديوسدادو کابېلو، د پارلمان د مشر په توګه بيا ټاکلی دی. د سخت ناروغه ولسمشر، هوګو چاويز، نزدې ملګری کېدای شي تر نويو انتخاباتو پوري د موقتي ولسمشر چوکۍ هم ونيسي، په دې صورت چې چاويز يا مړ شي او يا له دندې څخه ګوښه شي. د اساسي قانون د مقرراتو له مخې بايد چاويز اصلا د جنورۍ په لسمه نېټه د ولسي جرګې په وړاندي د بلې دورې لوړه وکي. مرستيال ولسمشر، نيکولاس مادورو، څرګنده کړه چې چاويز کولای شي لوړه لږ وروسته هم د ستري محکمې په وړاندې وکي. اپوزيسيون يا مخالف ګوندونه بيا دا تمه لري چې کابېلو بايد په موقتي ډول د ولسمشرۍ چارې مخ ته بوزي. چاويز په کيوبا کې د سرطان د ناروغۍ د عمليات وروسته په يو ترينګلي روغتيايي حالت کې قرار لري.