1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ویدیو کي له ښودل شوو کسانو څخه پوښتني پیل سوې

۱۳۹۰ دی ۲۴, شنبه

د متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چي له هغو څلورو امریکایي سرتیرو څخه ئې پوښتني پیل کړي دي چي په یوه ویدیو کي ئې وژل سوو طالبانو ته سپکاوی کړی وو. امریکا د دې پيښي د پلټني دنده جنرال توماس والد هاوزر ته سپارلې ده.

https://p.dw.com/p/13jfI
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټاانځور: Reuters

د امریکا پوځ له درې ستوري لرونکي جنرال توماس والد هاوزر څخه غوښتي دي چي دا پيښه وڅيړي. د تورونو د اثبات په صورت کي به په ویډیو کي ښوول شوو کسانو ته سزا وټاکل سي.

امریکايي پوځي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چي په ویډیو کي ښوول شوي څلور سره سرتیري اوس په امریکا کي دي. د پوځ په حواله د دغو کسانو له ډلي څخه هیڅ یو ئې هم توقيف سوي نه دي او له هغوی څخه یوازي پوښتني سوي دي.

ویل کیږي چي په ویډیو کي د ښوول شوو کسانو له ډلي څخه دوه تنه ئې اوس هم د امریکا په پوځ کي دي. دغو کسانو د ۲۰۱۱ کال له مارچ څخه تر سپتمبر میاشتي پوري په افغانستان کي دنده ترسره کړې ده.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چي په ویډیو کي ښوول شوي څلور سره ه کسان اوس په متحده ایالاتو کي دي. امریکایي چارواکي دغه راز د هغه چا په لټه کي دي چي دا ویډیو ئې په انټرنيټ کي خپره کړې ده. د رپورټونو له مخي امریکا اوس د خپرې شوي ویډیو د اصلیت په اړه هم پلټني کوي.

دا په داسي حال کي ده چي پنتاګون لا تراوسه پوري د خپرې سوي ویډیو اصلیت نه دئ تائيد کړی او دا خبره هم نه ده معلومه چي دا ویډیو د چا له خوا په انټرنيټ کي خپره شوې ده.

په انټرنيټ پاڼو کي د ویډیو تر خپریدو وروسته ناټو په افغانستان کي خپلو ټولو سرتیرو ته په يوه ليږل سوي لیک کي وويل چي مړو ته درناوی وکړي. په لیک کي راغلي دي چي دا کار کیداي شي د افغان حکومت او ناټو ځواکونو تر منځ ستونزي را ولاړي کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل