1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي نوی پارلمان ټاکل کيږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14qnS

د سختو اقتصادي ستونزو او قرضو د بحران سره په مخامخ هيواد یونان کي نن د يکشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې تر سره کيږي. د ټاکنو پايلي به وښيي چي ايا په ولس کي د اوسني لومړي وزير او اقتصادي چارو د کارپوه لوکاس پاپادېموس د سپما سياست سره ملاتړ موجود دئ او که څنگه. د نوو احصاييو له مخي د هيواد دواړه ستر گوندونه چي يو يې محافظه پال او بل يې سوسيالست گوند دئ، ښايي حتی په گډه سره بشپړه اکثريت تر لاسه نه کړي. پر دغو دوو گوندونو تور دئ چي د خپل حکومت پر وخت د ناسم اقتصادي سياست له کبله ئې د يونان هيواد تر ۳۰۰ ميلياردو يورو زيات پوروړی کړی دئ او په دې توگه ئې د ډېوالي کېدو له گواښ سره مخامخ کړی دئ. اټکل کيږي چي په ټاکنو کي به توندلاره گوندونه زیاتي رايي وگټي چي په بشپړه توگه د سپما د سياست مخالف دي. يونان د يورو پولي واحد هغه هيواد دئ چي ويل کيږي د ډېوالي کېدو اندېښنو يې تر اوسه لا هم په اقتصادي بازار کي د يورو پولي واحد تر فشار لاندي راوستی دئ.