1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي ټاکني سوسيالستانو ګټلي دي

۱۳۸۸ مهر ۱۳, دوشنبه

په يونان کي د پرون ورځي دپارلماني ټاکنو په نتيجه کي داسی ښکاري چی ددغه هیواد سوسیالستي مخالف ګوند چي په یوانان کي دPasock دګوند په نامه ياديږی او مشر يي Giorgos Papandreou نوميږی ګټلۍ وي...

https://p.dw.com/p/Jy88
په يونان کي ټاکني
په يونان کي ټاکنيانځور: DW

که څه هم وتراوسه په سلو کي 99 رايی شميرل شوی خو همدااوس سوسيالستي ګوند په سلو کي 94 ، 43 رايي ترلاسه کړي په داسي حال کي چي ديونان دنوي دیموکراسي په نامه محافظه کار حکومت کونکي ګونديواځي په سلو کي 94 ، 33 رايي ګتلي چي د 1974 ميلادی کال راهیسي چي دغه ګوند جوړ شوی دی ددغه ګوند دپاره يو بيساري ماته بلل کيداي شي.

طبعا ګټونکي ګوند به خوشالی او چرچي کوی او چا چی ماته خوړلی وی خپه وی . په تيره بيا سوسيا لستانو ټوله شپه پرون خوشالی کولي ځکه چي دوي ستر بري تر لاسه کړي او او دنوی دیموکراسی په نامه حکومت کونکی ګوند چی مشر يی دیونان اوسني لمړی وزير Kostas Karamanlisدي ډيري رايی يی له لاسه ورکړی.

ديونان دسوسیالت دګوند مشر چي ددغه هیواد راتلونکی لمړی وزير به وی په یوه خبري غونډه کی ديونان په ولس باندی ددي غږ کوی چی دهیواد دروان بحران او ستونزو دله منځه وړلو دپاره بايد مونږ ټول سره لاسونه یو کړو او موټي بډوهو تر څو چي په ګډه سره وشو کړای هیواد او ملت دنيک مرغي پړاو ته ورسوPapandreou وايي چي:

«نن ورځ مونږ ټول په ګډه سره دهغه يونان دجوړولودپاره هڅه کو چي مونږ يی په تصورکي لرو . د داسي یو يونان چي پخپل ځان اعتماد ولري او پخپلو پښو ولاړ وي.»

داچي ولی د يونان داوسني لمړی وزير کارامانليس په مشري ددغه هیواد دنوي ديموکراسي په نامه محافظه ګوند دپرون ورځي به پارلماني ټاکنو کي داسي سخته ماته خوړلی ، علت يی هغه کورني پرله پسي سیاسی لانجي وی چی دغه هیواد ورسره مخامخ و . يونان په روان وخت کی ډير سخت پوروړي شوی او ويل کیږی چي په دغه هیواد کی بډي اخيستل او اختلاص دومره زیات شوی چی په اوروپا کي پروت هیواد يوانان په دی برخه کی دآفريقايي او دمرکزي آسيا له هیوادونو سره پرتله کيداي شي . دمحافظه کارانو دواکداري په زمانه کي په يو نان کی د دولتي پورونو اندازه دوچنده زيات شوی . خو ديونان ماته خوړلی لمړي وزير کارامانليس هم پخپله ماته اعتراف کړی او پرون شپه دګوند مشرتابه څخه استعفا کړي.

زمايواځني توان او قدرت هغه اعتماد و چی دیونان ولس پرما کړی و . خو اوس يواځني لاره چی ماته پاتي ده هغه داده چي داوسني وضع مسوليت په غاړه واخلم او خپل ځای دګوند دیوه نوی مشر دپاره خوشي کړم .

خو دلته داخبره هم ديادونی وړ ده چی ديونان دسوسیالت دګوند دمشر پاپاندريو بري به په دي مانا هم نه وی چی دی به وشی کړای ټولي هغه ژمنی تر سره کړی چی دټاکنو په بهير کی يي ديونان له ولس سره کړيدی . په تيره بيا دبډی اخيتسلو ، اختلاص ، او په خيښانو او آشنایانو باندی دڅوکيو دويشلو دمسالي سره مبارزه کول به آسانه خبره نه وی . ځکه ټول په دی پوهیږی چي په یوانان کي دبډی اخيستلو ، اختلاص ، او په خيښانوباندی دڅوکیو ويشل يوآځی دمحافظه کارانو دحکومت کولو دزماني محصول نه بلکي له کلونو کلونو راهيسی دغه ستونزی په یونان کي شته دی .

ديونان دسوسيالتي ګوند مشر پاپاندريو د 1999 میلادی کا نه تر 2004 میلا دی کاله پور ي ديونان دبهرنيو چارو وزير و او په روان وخت کي دنړيوال سوسیالتي غور ځنګ مشر هم دی . د ګيورګوس پاپاندريو پلار آندریاز پاپاندريو او نیکه يي چي هغه هم ګيور ګيوس پا پاندريو نو ميده پخوادیوانان لمړي وزيران و.

Pick, Ulrich/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل