1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: افغان مهاجر د نړيوالې ټولنې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبه

په يونان کې ميشت يو شمير افغان مهاجر خپل د ژوندانه وضعيت د بشري حقونو د موازينو خلاف بولي. په ليسبوس ټاپو کې ميشت دغه مهاجر وايي، سربيره پر دې چې په ډير يو بد وضعيت کې ژوند کوي، نه غواړي بيرته افغانستان ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/3Qlvz
Griechenland Feuer im Moria Flüchtlingslager auf Lesbos
انځور: UGC

اوس مهال په يونان کې د افغانانو په ګډون په زرونو مهاجر ميشت دي. دغه هيواد تصميم نيولی چې ډير شمير مهاجر بيرته ترکېې ته واستوي. په ترکيه کې هم حاضردمه له مختلفو هيوادونو ورغلي شاوخوا ۴ ميليونه مهاجر ژوند کوي. په دوی کې ۳ اعشاريه ۶ ميليونه يې سوريايان دي.

په ترکيې کې هغه مهاجر چې اسناد نه لري له ستونزو سره مخ دي. له حده ډير فشارونه او د ترکيې حکومت سخت چلند د دې لامل شوي چې د دغو مهاجرو يو شمير يې اروپا پر لور حرکت وکړي.

د يونان ټاپوګانو ته تازه په زرونو مهاجر رسيدلي، دوي وايي چې حتی د څښاک اوبو او تشنابونو ته لاسرسی نه لري او که کوم وخت په کمپ کې ځينې پيښې رامنځ ته کيږي، لکه اورلګيدنه، مهاجرو ترمنځ تاوتريخوالی او يا که څوک ناروغ شي، نو نه پوليس او نه هم امبولانس ورځي.

له دغه ډول کمپونو څخه يو هم د يونان په لیسبوس ټاپو کې د موريا کمپ دي. له ترکيې څخه يونان ته تازه رسيدلي مهاجر هم د همدغه کمپ په څنډو کې ځانونو ته خيمې درولي دي. دوی وايي چې خيمې يې ډيرې نازکه دي او هره ورځ د ډوډۍ او خوراکي موادو د ويش پر مهال د زرونو کسانو په کتار کې ولاړ وي.

افغان مهاجره سکينه (مستعار نوم) هم له خپلې څلور کسيزې کورنۍ سره په يوه کوچنۍ خيمه کې ژوند کوي. هغې د پوليسو له وېرې ونه غوښتل چې خپل اصلي نوم يې دويچه وله ته واخلي. هغې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې بهيدې له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنونکې شوه. هغې وويل: «موږ ډير بدبخت او بيچاره يو، موږ له بهرنيو دولتونو څخه غواړو چې موږ مهاجرو حال ته رسيدګي وکړي.»

سکينه زياتوي: «زه خپلو ماشومانو سره له افغانستانه راغلم تر څو هوسا ژوند ولرو، خو دلته د ژوند کولو امکانات نه لرو.» دغه افغان ميرمن وايي که څه هم په يونان کې له کوم مصئونيت څخه برخمنه نه ده، خو په افغانستان کې هم د ښه ژوند کولو تمه نه لري. هغه وايي په همدې دليل د يونان په همدا سخت وضعيت کې پاتې کيدلو ته ترجیح ورکوي.

د سکينې خاوند وايي چې په افغانستان کې خپل ټول امکانات وپلورل او د يو هوسا ژوند لرلو په هيله له خپلې کورنۍ سره يونان ته راغلی دی.

خو اوس د يونان حکومت په پام کې لري چې په کمپونو کې د مهاجرو د رش کمولو په موخه، تر راتلونکې ميلادي کاله پورې ګڼ شمیر مهاجر بيرته ترکېې ته اخراج کړي. په يونان کې ميشت مهاجر په ځانګړې توګه افغانان له دغه بابته سخت انديښمن دي.

په يونان کې د تازه مهاجرو په شمير کې ډيروالی د دې لامل شو چې د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر هم ترکيې ته لاړ شي. هغه په دې هڅه کې دی چې د ترکيې او اروپايي ټولنې تر منځ د مهاجرت پر موضوع شوی تړون پر خپل ځای پاتې شي.

Die Lage der Flüchtlinge auf Lesbos
ليسبوس ټاپو ته په اګست مياشت کې څه باندې ۲۸۰۰ مهاجر ورسيدلانځور: DW/D. Tosidis