1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: يوې افغان مهاجرې بله افغان مهاجره ووژله

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

يوه ځوانه افغان مهاجره د یونان په يوه کمپ کې د بلې افغان مهاجرې ښځې له خوا ووژل شوه. دغه پيښه د يونان د لیسبوس ټاپو په کمپ کې د مهاجرو د کتار په جريان کې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3cf1b
Griechenland Flüchtlingslager Moria | ausgetrocknetes Flussbett
انځور: DW/M. Zander

د آلمان خبري آژانس له آتن څخه خپل د شنبې ورځې (د می ۲۳مه) په رپوټ کې ليکي چې د يونان پولیسو، دغه پيښه، د يونان حکومتي تلويزيون ERT ته تائيد کړې او ويلي دي چې پيښه د جمعې (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۳مه) په ماښام د شمالي آژې په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

په سيمه کې حکومتي راډیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې تورنه ښځه تر پيښې وروسته سيمې ته نژدې تپو ته وتښتيده، خو وروسته د شپې په جريان کې ونيول شوه.

د پوليسو د سرچينو د معلوماتو پراساس، دغه دوه ښځې د کمپ په خيمو کې چې يو بل په ګاونډ کې اوسيدې ژوند کاوه او پيښه د دوی د ماشومانو پر سر د راوتلي جنجال له امله رامنځ ته شوې ده.

د يوې ځايي خبري رسنۍ د رپوټ پر اساس، يوناني چارواکو اوس دغه دوه افغان کورنۍ له کمپ څخه بل ځای ته انتقال کړي دي.

د يونان په موريا کمپ کې د مهاجرو د ډيرې ګڼې ګوڼې له امله، تر دې وړاندې هم د مهاجرو تر منځ د راوتلو شخړو رپوټونه ورکړل شوي دي. په دغه کمپ کې د ژوندانه شرايط ډير خراب دي چې په کراتو د بشري ډلو له خوا پرې سختې نيوکې شوي دي.

د تازه ارقامو له مخې د يونان په موريا کمپ کې اوس مهال شا او خوا ۱۷ زره مهاجر ژوند کوي، په داسې حال کې چې دغه کمپ په اصل کې د ۲۷۵۷ کسانو له پاره جوړ شوی دی.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) او نور مرستندوي سازمانونه له يوه کال راهيسې د دغه کمپ د بنديدو غوښتنه کوې او وايي چې په کې ميشت مهاجر دې بل ځای ته انتقال کړل شي.

آژانسونه/ م.ک.ص/ ا.ا

د مهاجرو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: