1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په يوه کوټه کې بندي به څنګه خوشاله وی؟ » د سوات کډوال د خپل ژوند کيسې کوي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

تنکۍ پيغلي ګلثوم د خپل خپلوان مړي چي سر يي پري اوپه شا باندي يي ايښودل شوی وو، سمدستي وپيژانده. طالبان هغو کسانوته چي د دوي په نظر په جاسوسۍ باندي تورن وي دغسي سزا ورکوي.

https://p.dw.com/p/HpGe
مردان ته نېږدې په يوه کمپ کې ماشومان ګرم چای ته په ليکه ولاړ دي
مردان ته نېږدې په يوه کمپ کې ماشومان ګرم چای ته په ليکه ولاړ ديانځور: AP

دا هم لکه د نورو زرهاوو کسانو په شان له خپله کوره تښتيدلي ده، ځکه چي هغه شريعت چي طالبانو چلاواه، د سوات د درې د محافظه کاره خلکو لپاره هم له تحمل څخه وتلي وو.

نو۱۶ کلنه ګلثوم چي د طالبانو له راتلو څخه د پخوا وختونو کيسي کوي، هم د جلالا په کلي کې، چي د جګړي د سيمي جنوب خواته پروت دي يو کمپ ته، چي ترخولي پوري د بي ځايه شويو کسانو څڅه ډک دي، وراغلي ده.

دا د منګوړی یعني د سوات لوي ښاردی. دا وايي چي د کور د کارکونکي «مزدوري» په حيث يي خپل کارته نور دوام ورنشو کړاي، ځکه چي طالبانو له کورونو څخه د ښځو د وتلو آزادي محدوده کړي او د عادي ټکري پر ځاي يي ښځي د چادري يا بورقي په سرکولوته مجبوره کړيدي.

يو وختي د سوات دري ته ډير سيلانيان ورتلل او د ښکليو غرونو اوطبيعت له امله به يي «د پاکستان سويس» ورته ويلي. سوات د نورو قبايلي سيمو په خلاف چي يوڅه کورني واک لري، په بشپړ ډول د پاکستان تر کنترول لاندي دي. خو دا ښکلي دره له تًقريبا دوو کالو راهيسي په زياتيدونکي ډول د طالبانو ترکنترول لاندي راغله. د دي سيمي ډيريو اوسيدونکو، د افراطي اسلامي مولانا فضل ا لله ملاتړ کاوو. پوځي بريدونه، او د سولي تړونونه، د طالبانو د وتلو سبب نشول.

خو د امريکا متحده ايالتونو ترفشارلاندي د پاکستان پوځي قواوو تيره اونۍ دهغو په ضد په ستر پوځي بريد لاس پوري کړ، ترڅو چي په وضعه کي بدلون راشي.

د امريکا متحده ايالتونو د دې بريد ډيره ستاينه وکړه او ويل يي چي د پاکستان حکومت بايد د طالبانو ټول پټن ځايونه له منځه يوسي.

د پوځ دی عملياتو له سوات اودهغه له شاوخوا سيمو څخه څه د پاسه ۸ لکه انسانان تيښتي ته مجبوره کړل. د پاکستان د پوځي ځواکونو د وينا له مخي دا اوپخواني بريدونه د ۱،۳ مليونو کسانو د تيښتي سبب ګرځيدلي دي. د پاکستان دوګړو شميرپه مجموعي توګه يو لک او ۷۰ مليونه تنه دي، چي يوازي دسوات په دره کي ۱،۵ مليونه وګړو ژوند کاوو. چي اوس يي له يو مليون نه هم ډيراوسيدونکي، نورو ځايونو ته تښتيدلي دي.

مولوي فضل الله د خلکو د ملاتړ دلاسته راوړلو لپاره له راډيو څخه چي «ملا راډيو» بلل کيده، په رشوتخواره او په کارکي وروعدالت په پام کي نيولو سره د شرعي قضا ګانولپاره تبليغات پيل کړل، او پلويانو يي ډير زر د نجونو د ښونځيو په سوځولو پيل وکړ. او ټولو هغو کسانو ته يي ګواښ کاوو چي، د دوي په نظر يي رويه غير اسلامي وه.

ډيري کډوال شوي کسان وايي چي دوي ډک کورونه پريښي او په کمپونوکي نا آرامه ژوند کولوته مجبوره شويدي. لکه د ټولو نورو کډوالو په شان ګلثوم هم هيله لري چي زر ترزره بيرته خپل کورته ستنه شي، خو دا دي ته چمتو ده چي لا انتظار وباسي، ترڅو چي هلته بيا پرته له کومه ډاره څخه له کوره ووتلاي شي. ځکه داسي څوک به وي چي په خپل کورکي بندي خوشحاله وي؟

په دی منځ کي د پاکستان جمهورریس آصف علي زرداري د خپل هيواد د لکهاوو بي ځايه شويو اوکډوال شويو کسانو لپاره له نړيوالي ټولني څخه دمرستي غوښتنه کړيده. او د ملګرو ملتونو د موسسي د سرمنشي بانکي مون سره له خبرو وروسته يي ويلي دي چي، پرته له نړيوالي مرستي څخه د يو بشري ناورين د راتلو امکان شته دي. بان ويلي دي چي د ملګرو ملتونو موسسه پاکستاني بي ځايه شويو کسانو ته د مرستي کولوته چمتوده. او ده له زرداري څخه غوښتنه کړيده چي، دجګړوپه وخت کي دخلکو دژوندانه رعايت وکړي.

رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک