1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي درغلۍ او د هغو ناوړه عواقيب

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی له استاد ودير صافي سره مرکه

https://p.dw.com/p/Jo2e
په افغانستان کي د ولسمشرۍ د ټاکنو په يو مرکز کي رايي شمېرنه
په افغانستان کي د ولسمشرۍ د ټاکنو په يو مرکز کي رايي شمېرنهانځور: AP

دويچه ويلي: په ټاکنو کي درغلي شوي اونړيواله ټولنه اوکانديدان دهغو له نتيجو سره موافقه نلري تاسي څه فکر کوي چي دهغه عاقبت به څنګه وي ؟

صافی:که نړيواله ټولنه موافقه ونلري کولاي شي چي حالت ته تغيیرورکړي. کانديدان يی نشي کولاي. خونړيوالي ټولني ددي لپاره چي مصارف يي ورکړيدي، پدي پا فشاري کولاي شي چي دشکاياتو کمسيون دي خپل حقایق وړاندي اواعلان دي کړي. اوپس له هغه داتصميم ونيول شي چي څه کيږي ، آيا دويم ځل ټاکني بايد وشي او که کوم بل بديل غوره کوي.

دويچه ويلی:يعني دا درغلۍ دومره ډيري دي چي بايدډير تحقيق پري وشي ؟

صافی:دوي په خپله اعلام وکاووچي ۲۵۰۰درغلۍدي. اوددي له جملي څخه 700درغلۍداسي جدي دي چي ممکن دانتخاباتو په نتيجو باندي اثر واچوي.

دويچه ويلي:ددي لپاره چي که دويم ځل ټاکني لازمي وي، او ددي لپاره چي ژمي دراتلو په حال کي دي دهغو رايو له جملي څخه به چي بايد له سره شميرل شوي واي، يوازي دنموني په ډول يوه برخه رايي بيا وشميرل شي داموضوع څومره سمه ده؟

صافی:دایقيني خبره ده چي دوي تراوسه راي شميرني ندي شروع کړي. ولي چي روژه وه، اوبيا داختر رخصتي وه، پس لدي به سبا بل سبا معلوميږي، که دوي اعلان وکړي چي مونږ په سلو کي دلسو رايو شميرنه پيل کړيده، مونږ به هم پري پوه شو نوکنه هرڅه دموټي په منځ کي، اود پردي ترشادي.

دويچه ويلي:که فرض که دټولو هغو رايو له جملي څخه چي بايد له سره شميرل شوي واي تنهادنموني په توګه يوه برخه وشميرلي شي آيا تراوسه ناراضي کسان به په هغه راضي شي؟

صافی:که دنموني په توګه رايي وشميرل شي، اويوي خواته ثابته شي چي دهغه مخالفين ډيري رايي پکي وړي اودده رايي کميږي،نوهماغه نمونه ده چي چليږي نودوي بايد ټول انتخابات غير مشروع اعلام کړي او فسخه يي کړي او دهغه لپاره چاره وسنجوي .

دويچه ويلي:څه ويل کيږي چي کومي خوا ډيره درغلي کړيده ؟

صافی:دواړو خواووکړي ، درغلي درغلي ده که دایوځلي وشي، که لس ځلي وشي، که سل ځلي وشي، که څوک لږ وکړي که څوک ډيره وکړي، خودرغليده.کله چي درغلي په تيره بيا ديووهيواداوجامعي په مشرتابه کي منځته راغله اودديموکراسۍ نوم هم پري ږدي. اودديموکراسۍ تاداو ايښودل کيږي نود تاداو خښته چي کږه کيښودل شي، نو ديوال يي خود کوږ راځي .نودرغلي اندازه نلري هرڅومره چي درغلي شوي يي بي تفاوته ده چي څوک يو مارک وخوري که يو مليون مارکه وخوري، دواړه يو شي دي.که لږ وخوري کله يي چي له لاسه وشي ډير به وخوري.که دکرزي له لاسه ډير کيدل ډيره يي کړيده، که درقيب له لاسه لږ کيدل هماغه په خپله اندازه باندي يي کړيده.اوکه رقيب يي دکرزي په ځاي باندي ناست واي، هغه به هم همدغومره ډيره کړي واي لکه دکرزيپه شان. په هرحال ملت ته دواړه غله دي که اول يي، که دويم يي که دريم.

دويچه ويلي:اوس خو ويل کيږي چي ممکن دويم ځل ټاکني لازمي شي. اوهلته په افغانستان کي ډيرخلک وايي چي، مونږ خپله معتبره رايه ورکړيده، دويم ځل ټاکنوته حاضر نه يو دابه ځنګه شي ؟

صافی:اول ځلي هم په سلوکي له شلونه ډيرو کسانو برخه نده پکي اخيستي. اوداډيرو خلکو چي ګډون پکي کړي علت يي داووچي دا هم درياست جمهورۍ او هم دايالتي شوراګانو ټاکني په يوه ورځ وي. په افغانستان کي تقريبا ۳۷۵ ولسوالۍ شته نوخلک دهغو کسانو لپاره چي ددوي له کليونه کانديدوو پاڅيدلي او راي ورکولوته تللي دي. نوکه داځلي يوازي دجمهوررييس لپاره چي هغه هم خيانت اودرغلۍ کړيده خلک درايو دورکولو لپاره وغوښتل شي زه فکر نکوم چي په سلوکي ۵کسه هم برخه پکي واخلي .همدا اوس څو ولايتونو اعلام کړي چي مونږ نه وخت لرو، نه وزګاريو، نه ديته حاضر يو،اونه بيا ورځو. نوکه دا دويم نوبت انتخابات کيږي نه يي امنيت متيقنه ده نه يي هوا متيقنه ده، او نه خلک ديته تياردي چي دغلو لپاره بيا لاړ شي، اوپه ټاکنوکي اشتراک وکړي.

دويچه ويلي: اوباماپه افغانستان کي دناټو دعمومي قوماندان جنرال مک کريستال دنوروپوځونودغوښتلو په هکله تصميم نيولوپه اړه څرګنده کړيده چي، په راتلونکي کي له داسي يووحکومت سره چي په ښکاره ديموکراتو رايو سره ټاکل شوي نوي، له ګډ کار څخه انديښنه لري . تاسی پدي اړه څه وايي چي دنورو هيوادونو ګډ کار به بيا څنګه وي ؟

صافی:ټول همداسي دي هم اروپايي هيوادونه دا انديښنه لري اوهم آمریکا دا انديښنه لري. دوي خپله دا اشتباه کړيده. اشتباه يي هغه وخت وه چي دوي دمي په مياشت کي کله چي دکرزي دکاروخت پوره کيده، ناحقه دافغانستان داساسي قانون په خلاف دده دقدرت تمديديدل دري مياشتي نور ومنل اوبيايي بله اشتباه وکړه چي ده ته يي پيسي ددي جعلي انتخاباتو لپاره ورکړي، که اوس بيا دوي ته دهغو جنګي جنایتکارانودمرستي لپاره چي کرزي په خپل څنګ کي درولي دي، اوعدالت نه تامينوي عسکر ليږي بيا به يي بله غلطي او اشتباه وي . په افغانستان کي دوي آینده نلري اونه په آينده کي جنګ ګټلي شي او که ديو بل بديل او الترناتيف فکر ونکړي همداله اوس نه يي بايللي ده.

دويچه ويلي:تاسي څه فکر کوي چي بل الترناتيف به څه شي وي ؟

صافی:بل الترناتيف يي دغه دي چي افغان ملت ته مراجعه وشي لویه جرګه راوغوښتل شي، اوسم ورته وويل شي چي کرزي ناکامه دي، مونږ ويلي چي تاسی به راشي، دا انتخابات به ساتی، خو اوس کانديدانو درغلي کړيده، او اوس بيا خبره تاسي ته درغورځوو، دامو وطن دي ،دايي امنيت دي دايي آرامي ده.غواړۍيي؟ نه يي غواړۍ؟.عزت غواړۍ ژوند غواړۍ؟ که يي نه غواړۍ؟پدي کي بايد طالبان هم رادعوت شي حزب اسلامي هم رادعوت شي،اومخالفين هم پکي کيني اوټول دخپل کور لپاره يوه ګډه پاليسي جوړه کړي.افغانستان هماغسي چي انګليس جوړ نکړ ، روس جوړ نکړ ، همداسي يي آمريکا نه جوړوي همداسي يي اروپا نه جوړوي اونه څوک دمونږ نوکران دي چي راځي به خپل مقصد به يي نه وي، دمونږ وطن به مونږ ته دوي جوړوي ترڅويي پخپله افغانان جوړنکړي نه جوړيږي . که نړيواله ټولنه غواړي چي لدي مصيبت نه ځان خلاص کړي، خپله افغانان دي که موافق دي ، که مخالف دي که ټوپک په لاس دي که بي ټوپکه دي ټول دي کينوي. او ورته ودي وايي چي خپله موضوع پخپله حل کړۍ. او دوي دي خپله مشاهدين اوسي. ټوپکونه دي پري کيږدي په مشورو دي پيل وکړي دوي يوازي که مرستي ته اړه وي مرسته دي ورسره وکړي نوردي لاس نه وهي.

دويچه ويلی:نوپه هغه صورت کي دچاکانديديدل لازم ندي؟

صافی:هيڅ لازم ندي بل حکومت چي راځي دوي چي لویه جرګه راغواړي، داحکومت هم لغوه کوي داغل پارلمان هم لغوه کوي، دارشوت خوره خاينه قضاهم لغوه کوي دوي په خپله يو عبوري حکومت جوړوي اودهغه به همدا يوه اجنډاوي چي امنيت تامين کړي، پيشرفت تامين کړي، اوددي لپاره لاره مساعده کړي چي په آينده کي،آذاده ،عادلانه ، اومنصفانه انتخابات دافغانانو په خپل لاس ترسره شی. چي په هغه کي خيانت نه يي، درغلي نه يي ، خارجي لاسونه نه يي که دايوکال ونيسي که دوه کاله ونيسي که دري کاله ونيسي همدايي لاره ده بله له خارج نه فرمايشي لاره دلته نشي کاميابيدلاي.

مرکه کونکې. رحيله اميري

کتونکی. زيارمل