1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ټاکنو کي د ځوانانو ونډه ډېره مهمه ده»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون له ځوانانو غوښتي دي چي د انتخاباتو په بېلابېلو مرحلو او د رايو ورکولو پرمهال په فعالي ونډي اخيستلو او پراخ حضور سره د دغه هيواد د ټاکنو روڼوالی تضمين کړي.

https://p.dw.com/p/1AZzr
انځور: DW/H. Sirat

دغه کمېسيون ټينګار کړی دی چي د افغانستان ځوانان بايد د رایو ورکولو پرمهال په خپل پراخ حضور سره په دغه هيواد کي په سوله ييزه توګه د قدرت د انتقال فرهنګ بنسټ کښېږدي.

د افغانستان د ټاکنو د خپواک کمېسیون رييس يوسف نورستاني د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۵ په کابل کي په يوه سيمينار کي وويل: «په دې کي شک نسته چي په ټاکنو کي د خلکو ګډون يو اصل دی، خو زموږ هيواد چي له يوې اساسي مرحلې څخه بلې ته اوړي په ټاکنو کي د ځوانانو پراخ ګډون او حضور د راتلونکي حکومت د مشروعيت ټاکونکی معيار دی.»

د کمېسيون رييس ټينګار وکړ چي ځوانان په ټاکنو کي په خپل حضور سره کولای سي چي د افغانستان راتلونکې روښانه وښيي او د دغه هيواد په بحران کي د بيا ډوبېدو مخه ونيسي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټاکنو کي د ځوانانو د ونډي اخيستلو په برخه کي د انتخاباتو له کمېسيون سره مرسته کوي، او هغه سيمينارونه چي په دې برخه کي په کابل او ولايتونو کي جوړيږي په دغه کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پراخ رول لري.

«ځوانان بايد لومړۍ خپلي کورنۍ په ټاکنو کي ګډون ته وهڅوي.»
«ځوانان بايد لومړۍ خپلي کورنۍ په ټاکنو کي ګډون ته وهڅوي.»انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين په دغه سيمينار کي له ځوانانو څخه وغوښتل چي په ټاکنو کي پراخه ونډه واخلي. هغه په سياسي مسايلو کي د ځوانانو رول خورا بااهميته وګاڼه.

رهين وويل: «هره هغه پروسه يا ځای چي ځوانان پکښې نه وي هغه روح نه لري. هغه له جهش او جنبش څخه خالي وي او هغه له پرمختګه خالي وي.»

خو ځوانان بيا وايي چي د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی کولای سي چي په ټاکنو کي د خلکو حضور پياوړی کړي.

په دغه سيمينار کي يو تن ځوان ګډون کوونکي توبا سنګر، وويل: «د ټاکنو په اړه د ځوانانو پوهاوی لږ دی. که په دې برخه کي ولايتونو ته پاملرنه وسي ډېر به ښه وي، ځکه چي په مرکز کي ځوانان انترنيت ته لاس رسی لري، خو دغه پوهاوی بايد په ولايتونو کي ډېر سي.»

په دغه سيمينار کي ګډون کوونکي ځوانان وايي چي په دې برخه کي د ځوانانو پوهاوی په ټاکنو کي د خلکو پراخ ګډون تضمينوي، ځکه ځوانان کولای سي لومړی خپلي کورنۍ د رايو ورکولو مرکزونو ته له ځانونو سره بوزي.

په دغه سيمينار کي يو بل تن ګډون کوونکي کريم الله خاوري وويل: «که ځوانان په ټاکنو کي ګډون ونه کړي، د ټاکنو مشروعيت به تر پوښتني لاندي راسي. د افغانستان د وګړو په سلو کي ۶۵ ځوانان جوړوي. که په ټاکنو کي ځوانان ګډون ونه کړي نو د انتخاباتو معنی به څه وي؟»

هغو ځوانانو چي په دغه سيمينار کي يې ګډون کړی وو ټينګار کاوه چي په ټاکنو کي بايد د هغوی حضور ته زمينه برابره سي. هغوی ويل چي ناامني او د رای ورکولو مرکزونو د ليرولي په خاطر کېدای سي چي په ټاکنو کي د ځوانانو حضور لږ وي.