1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي د گډون له پاره د ځوانانو تشويقي هڅي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مهر ۱۱, پنجشنبه

په لسونو محصلین او د مدني بنسټونو غړي په يوه سمبوليک حرکت سره د «کارت د بدلون له پاره او رای د سرنوشت» په نامه د رای ورکولو مرکز ته ولاړل، نوم لیکنه يې وکړه او هر يوه د رای ورکولو کارت ترلاسه کړ.

https://p.dw.com/p/19tFL
انځور: DW/H. Sirat

د دغو محصلينو د دغه حرکت هدف د کارتونو تر لاسه کول او په ټاکنو کي د گډون کولو له پاره د خلکو هڅول ول. په دغه برنامه کي چي کومو نجونو محصلینو برخه اخيستې وه د ټول افغانستان له ښځو څخه يې وغوښتل چي کارتونه واخلي او په ټاکنو کي گډون وکړي.

د دغه حرکت يوې گډون کوونکي زرغونې روشن وويل: «د دغه حرکت له ترسره کولو څخه مو هدف دا وو، تر څو وکولای سو د ټول افغانستان ښځي دې ته وهڅوو چي په ټاکنو کي گډون وکړي او د ديموکراسۍ نظام عملاً تطبيق کړي.»

په راتلونکو ټاکنو کي يوه ستره اندېښنه د خلکو نه گډون دی. دا چي په ټاکنو کي د خلکو د گډون علاقه لږسوې ده نو د دغو ځوانانو په خبره دغه شان سمبوليکو حرکتونو ته اړتيا ده چي د خلکو د تشويق له پاره ترسره سي.

زرغونې روشن وويل، په هغه صورت کي چي ښځي په ټاکنو کي گډون ونه کړي نسي کولای چي په نورو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کي برخه واخلي. هغې وويل ښځي بايد هغه چا ته رای ورکړي چي د هغوی پر حقوقو باندي باور ولري: «که موږ و نه سو کولای چي په ټاکنو کي گډون وکړو، نو زموږ سره به زورزياتی نور هم ډير سي. ښځي د ټولني نيمه برخه جوړوي او هغوی بايد يو وړ کس د افغانستان د راتلونکي له پاره وټاکي.»

د «سمبولیک حرکت» گډونوال
د «سمبولیک حرکت» گډونوالانځور: DW/H. Sirat

دغو ځوانانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چي د ټولو خلکو له پاره د کارتونو د وېش زمينه برابره کړي. هغوی وويل چي امنيتي ارگانونه بايد د ټاکنو او رای ورکوونکو د امنيت ساتني له پاره ډېر تلاشونه وکړي.

هغه ځوانانو چي په دغه حرکت کي يې گډون کړی وو ټينگار يې وکړ چي تر اوسه پوري په ټاکنو کي د گډون په موخه د خلکو د تشويق له پاره يو ملي حرکت نه دی ترسره سوی.

د دغو محصلينو له ډلي څخه يو تن چي خپل نوم يې دويچه ويله ته کبير وښود وويل: «دغه حرکت مو ډير وخت په ټولنيزو شبکو کي تبليغ کړ او بالاخره اوس په یوه سمبولیک حرکت واوښت. نن موږ ورځي چي کارتونه واخلو ترڅو خلک د رای په اهميت وپوهيږي.»

په ټاکنو کي د گډون له پاره د خلکو د هڅوني دغه سمبوليک حرکت په داسي حال کي ترسره کيږي چي ډېری افغانان تر اوسه پوري د ټاکنو د بشپړ امنيت د خوندي کولو په برخه کي ډاډه نه دي.

خو امنيتي چارواکو ويلي دي چي د ټاکنو امنيت به ساتي او د رای ورکولو د ټولو مرکزونو او رای ورکوونکو پوره امنيت به ساتي.