1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټوله نړۍ کي خبريالان تر فشار لاندي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د بې سرحده خبريالانو سازمان په خپل کلني رپوټ کي وايي چي اوس هم په نژدې ټوله نړۍ کي خبريالان تهديديږي، شکنجه کيږي او يا ډېر ساده، داسي ورک سي چي البوشاکه ئې نه معلوميږي. په ډيرو هيوادونو کي له خبريالانو سره زورزياتی کيږي.

https://p.dw.com/p/1E5MF
Reporter ohne Grenzen fordern Pressefreiheit
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د بې سرحده خبريالانو سازمان په نړۍ کي د خبريالانو د وضعيت په اړه په خپل کلني رپوټ کي لیکلي دي چي په روان مېلادي کال کي د خبريالانو د تښتولو ۱۱۹ پيښي ثبت سوي دي، چي دا تر ۲۰۱۳م کال ۳۷ سلنه زياتي دي.

په ۲۰۱۳م کال کي هم تر هغه د دمخه کال په پرتله له خبريالانو سره د زورزياتي پيښي ډيري سوي وې.

په دغه رپوټ کي راغلي دي، د هغو ژورناليستانو او محلي خبريالانو، لکه وبلاگران چي د حکومتونو له خوا ورسره د زورزياتی له ويري له خپلو هيوادونو څخه وتلي دي، له ۲۰۱۳م کال راهيسي ئې شمېر دوه برابره سوی دئ.

په رپوټ کي ليکل سوي دي، چي په ۲۰۱۴م کال کي د رسنيو ۶۶ استازي د خپل مسلک په خاطر وژل سوي دي. پر دې سربيره ۱۹ تنه محلي ژورناليستان او د خبريالانو ۱۱ تنه همکاران هم وژل سوي دي.

د بې سرحد خبريالانو سازمان، د بيان د آزادۍ په کلني رپوټ کي د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناکه هيواد سوريه ښوولی دئ. يوازي په دغه هيواد کي ۱۵ حرفوي او ۱۷ محلي ژورناليستان وژل سوي دي. دغه راز د رسنيو ۲۷ کارکوونکي تښتول سوي دي.

په دغه رپوټ کي د خبريالانو له پاره فلسطيني سيمي په ځانگړې توگه غزه، د اوکراين ختيځ، ليبيا او عراق خطرناکه هيوادونه ښودل سوي دي.

په رسنيو کي ښودونکي قتلونه

د بې سرحده خبريالانو سازمان د مسئول ويانده استريد فروهلوف، ويلي دي چي په يو شمېر سيمو کي دوی د زورزياتي له يوې نوي بڼي سره مخامخ دي. هغې ويلي دي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د قتلونو د ويډيوگانو خپرول او په ډيرو هيوادونو کي له ژورناليستانو سره زورزياتی «د مطبوعاتو له آزادۍ سره غير انساني چلن دی.»

له مجازاتو څخه د خونديتوب فرهنگ

د روان مېلادي کال د دسمبر مياشتي تر لومړيو پوري په ټوله نړۍ کي ۱۷۸ حرفوي ژورناليستان د خپلو کارونو په سبب په زندانونو کي ناست دي. پر دې سربيره يو شمېر محلي خبريالانو هم بنديان دي.

په هغو هيوادونو کي چي له خبريالانو سره زورزياتی کيږي د بې سرحده خبريالانو سازمان د رپوټ له مخي چين تر نورو مخکي دئ. د نړۍ د ټولو بندي حرفوي ژورناليستان ۱۷ سلنه او د محلي خبريالانو تقريباً ټوله برخه په چين کي بنديان دي.

د بيان د آزادۍ له پاره د فعالانو لاريون
د بيان د آزادۍ له پاره د فعالانو لاريونانځور: picture-alliance/dpa/I. Langsdon