1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټولټاکنو کې د ګومانی جنګې جنايتکارانو د مخنيوی کوم معيارونه ټاکلی شوی دی؟

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

د ټول ټاکنو خپلواک کميسيون د افغانستان د ولسمشرۍ د کانديديدو په لړۍ کې د ګډون لپاره د ګومانی جنګې جنايتکارانو د مخنيوی په خاطر کوم معيارونه ټاکلی يا په نظر کې نيولی دی.

https://p.dw.com/p/HoTa
انځور: AP

د افغانستان ولسمشرۍ ته د ټول ټاکنو لپاره يوازې څو مياشتې پاتې دی. او د کانديدانو د نوم ثبتولو لړۍ هم مخ په خلاصيدو ده. د افغانستان د ټول ټاکنو خپلواک کميسيون به په دې هکله پريکړه کوی چې کوم کسان د کانديديدو شرايط لری او د ولسمشرۍ ته کانديدای شی.

تير کال دا خبره په وار وار په افغانستان کې ياده شوې وه چې هغه کسان چې لاسونه يي په وينو ککړ وی يا په بله ژبه بشری حقونه يي تر پښو لاندې کړی وی، د هغوی کانديديدل به نه منل کيږی. په دې هکله دويچه و يلی د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له وياند ښاغلی نور محمد نور سره خبرې وکړی:

پوښتنه: په افغانستان کې تر اوسه د جنګی جنايتکارانو لپاره کومه محکمه نه ده جوړه شوې او په قضايي ډول څوک په دې اړه مجرم نه دی ګڼل شوی، تيرکال هم په دې هکله خبرې کيدې چې ګومانی جنګی جنايتکاران يا هغه کسان چې لاسونه يی د خلکو په وينو لړلی دی، په انتخاباتو يا ټولټاکنو کې ورته د کانديديدو چانس ورنه کړل شی. د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ددې لپاره چې د ګومانی جنګی جنايتکارانو د کانديديدو مخه ونيسی کوم معيارونه ټاکلی دی؟

ځواب:

د افغانستان د ټاکنو د قانون د 52 مادې په اساس د ټاکنو د شکايتونو يو کميسيون رامنځته شوی دی. دغه کميسيون پنځه تنه غړی لری. دری تنه يی د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی کای آيدې لخوا معرفی شويدی چې بهرنيان دی، يو يي د افغانستان د سترې محکمې له لوری او يو بل يي هم د افغانستان د بشری حقونو د سازمان له لوري معرفی شويدی. دغه کميسيون په کار پيل کړيدی، او دنده يي داده چې ټولې قضيې وڅيړی او هر هغه څوک چې شکايت لری، او ياهم خپله کميسيون دا تفکيک کړی چې په رښتيا دوی ګرم کڼل شويدی، دغه کميسيون واک لری چې ددوی په هکله فيصله وکړی.

پوښتنه: دلته يوازې د خلکو شکايتونو ته غوږ نيول کيږی چې خلک يی په تيرو کلونو کې له دوی نه لری، که بايد مشخص دلايل يا مشخص اسناد هم ددوی په هکله وړاندې شی؟

ځواب:

هرهغه تخطی چې تر سره شوی وی، ياهم د ټاکنو په هکله ترسره کيږی، دغه کميسيون ورته رسيدنه کوی. او بل دا چې د جنګی جنايتکارانو په هکله د افغانستان په قانون کې وضاحت شته، هر هغه څوک چې د محکمې له لوری په غوڅ حکم باندې تورن شوی او مجرم ګڼل شوی وی، هغه مجرم دی. دلته دغه محدوديت شته. خو په هر حال دغه کميسيون باصلاحيته دی، دوی کولای شی چې ټول موارد او هغه ثبوتونه او اسناد چې خلک يي د کانديدانو په هکله لری، او يا هم هغه کانديدان چې د غير مسؤلو وسله والو ډلو سره تړاو لری، دغه کميسيون ددې واک لری چې ټولې قضيې وڅيړی او وروسته ورباندې خپله پريکړه صادره کړی. ددوی د څيړنو پايله هم لومړی له خلکو سره شريکيږی او دغه کميسيون به له بل کميسيون سره چې د داياد په نامه ياديږی او په افغانستان کې فعليت کوی، او هغوته غير مسؤل وسله وال معلوم دی، له هغوی سره هم تماس نيسی، تر څو دغه کسان چې شرايط يی نيمګړی دی، ټاکنو ته لاره پيدا نه کړی.

مرکه کونکی: سهيلا حسرت نظمی
کتونکی: يحيی وردک