1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پارلماني انتخاباتو کي د جنګ سالارانو د ګډون په اړه اندیښنې

۱۳۸۹ شهریور ۵, جمعه

د مدني ټولنو او د بشر دحقونو مدافع سازمانونه په را روانو انتخاباتو کي د جنګ سالارانو د ګډون څخه انديښمن دي . هغوی وایي چي د یو شمیر جګړه مارانو او د بشر دحقونو د ناقضینو نومونه په هغو لستونو کي لیدل کیږي

https://p.dw.com/p/OxZN
د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګهانځور: DW

چي په پارلماني انتخاباتو کي برخه اخلي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون انتخاباتي مبارزو ته د جنګ سالارانو د ور ګډ یدو په باب پر تشويش سربیره پر ټولو افغانانو ږغ کړيدی چي جنګ سالارنو ته رایي ورنکړي .

ددغه کمیسیون اجرایيوي ریس محمد موسی محمودي دغه مسله ډیره جدي بولي، او وايي،

(( کمیسیون په دغه برخه کي انديښنه لري، خپله اندیښنه یې د بیلا بیلو ادارو او د انتخاباتو له کمیسیون سره شریکه کړې ده، مونږ دغه مسله د افغانستان د خلکو سره هم شریکه کړې او د هغوی څخه مو غوښتي دي چي د بشر دحقونو ناقضینو ته رایي ورنکړي)).

Afghanistan Parlament
انځور: DW

په تیرو څو اونیو کي انتخاباتي کمیسیون څو واره د یو تعدادهغو کسانو نومونه د کاندیداتورانو د لست څخه وایستل چي وایي یا یي د بشر حقونه تر پښو لاندي کړي او یا هم د وسله والو ډلګیو او نورو جنایت کارو ګروپونو سره اړیکي لري .

لیکن ډیری افغانان د کمیسیون وروستي اقدامات کافي نه بولي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ( فیفا) مشر جانداد سپین غر هم ددغو کسانو څخه دی .

دی وایي چي اوس څوک په هغو کاندیدانو چي ورته جګړه مار بریښي ،نیوکه نسي کولای ، دا ځکه چي د انتخاباتو د کمیسیون د قانون له مخي د اعتراضاتو لړۍ سر ته رسیدلې ده .

جانداد سپین غر:

(( د اعتراضونو لړۍ د قانون او انتخاباتي کلیزي له مخي د انتخاباتي کمپاینو څخه ډیره مخکي پای ته رسیدلي ده، ولي د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون له لوري د یو شمیر کاندیدانو د نومونو د ليري کولو لړۍ لا هم روانه ده چي دا مسله یوغیر عادي کار دی)).

Regierungsumbildung in Afghanistan - Parlament stimmt ab
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

دا چي په رښتیابه هم جنګ سالاران وکولای سي، انتخاباتو ته لار پيدا کړی ،په اړه یي د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو دکمیسیون غړی ضیا رفعت وایي:

(( تر هغو پوري چي یوه با صلاحیته محکمه د بشر د حقونو د ناقضینو په اړه فیصله و نه کړي او یو حکم صادر نه کړي، د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون نسي کولای چي د هغوی نومونه د کاندیدانو د لست څخه وباسي .)).

په را روانو انتخاباتو کي د بشر د حقونو د ناقضینو ګډون په داسي حال کي د ګڼو افغانانو اندیښني را پارولي دي او ډیری په دې نظر دي چي په اوسني پارلمان کي هم یو شمیر جګړه ماران پر څوکیو لیدل کیږي .

جلالزی

کتونکی : محمد قاسم نوري