1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي وسله وال لا نه دي نيول سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۹, جمعه

په پاريس کي پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندي تر يرغل وروسته اوس د دغه ښار په شمال کي دوو شکمنو کسانو په يوه فابريکه کي يو تن يرغمل کړی دئ. تر دې دمخه فيرونه هم سوي ول.

https://p.dw.com/p/1EHqu
انځور: picture alliance/abaca/O. Thierry

له پاريس څخه خپاره سوي راپورونه وايي چي د دغه ښار په شمال کي دوه تنه وسله وال په يوه فابريکه ننوتلي او ويل کيږي چي يو تنه ئې هلته يرغمل کړی دئ.

دغه فابريکه چي ويل کيږي يو چاپ ځای دئ، د پاريس هوايي ډگر ته څرمه موقعيت لري. تر دې دمخه په دغه سيمه کي فيرونه اورېدل سوي ول. په پيښه کي د مرگ ژوبلي په اړه راپورونه نسته.

د فرانسې پوليس له دوو ورځو راهيسي د دغو دوو تنو وسله والو په ښکار پسي وتلي دي، خو تر اوسه پوري ئې هغوی په خپل کنترول کي نه دي راوستلي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير تائيد کړې ده چي په دغه سيمه کي چي اوس دوه تنه وسله وال پټ دي، د دغه هيواد امنيتي ځواک پر «چارلي ابدو» مجلې باندي يرغل کوونکي پسي پلټنه کوي.

په دغو دوو ورونو پسې چي پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندي په يرغل کي ئې ۱۲ انسانان ووژل او ۱۰ نور ټپيان دي، د دغي اوسنۍ پيښي له ځايه د موټر په نيم ساعت واټن کي ليري پلټني رواني وې.

عيني شاهدانو تائيد کړې ده، چي په پاريس ته نژدې پر يوه لاره باندي د وسله والو کسانو او پوليسو ترمنځ فيرونه تبادله سوي ول، خو مرگ ژوبله ئې نه لرله.

سيمه ته امنيتي ځواک رسېدلی دئ، او ويل کيږي چي د يرغمل د ژغورني او د وسله والو د ښکار عمليات پيل سوي دي.