1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پام کي ده اروپا ته د هوا دلاري تلونکو مسافرو په اړه معلومات ټولول پيل سي

۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبه

اروپايي ټولنه په پام کي لري د هغو مسافرو په اړه، چي د اروپايي ټولني له هيوادونوڅخه د باندي هيوادونو ته ځي او يا ددغه ټولني هيوادونو ته په الوتکو کي سفر کوي په ۱۹ مواردو کي معلومات راټول کړي.

https://p.dw.com/p/QxhC
د امريکا متحده ايالتونه هغه هيواد ته د تلونکومسافرو په اړه دا معلومات همدا اوس هم اخلي.
د امريکا متحده ايالتونه هغه هيواد ته د تلونکومسافرو په اړه دا معلومات همدا اوس هم اخلي.انځور: picture alliance / ZB

دا معلومات هوايي شرکتونه کله چي يو څوک ځانته ټکت فرمايش کوي راغونډوي. د مسافر نوم د صورتحساب د استولو پته، د هغه د پيسو د ورکولو طرز، او که لازم وويني د کريدت کارت نمره، او داچي څومره الوتني کوي، او د الوتکي په منځ کي د خوراک لپاره د ځانګړوغوښتنو او فرمايشونو په اړه معلومات راغونډوي.

د امريکا متحده ايالتونه هغه هيواد ته د تلونکومسافرو په اړه دا معلومات همدا اوس هم اخلي.

اروپا اوس غواړي چي له هغه څخه پيروي وکړي دا ارقام به ۵کاله وساتل سي او دوه کاله وروسته به دغه عمل يو وار وازمويل سي.

خو پدې برخه کي اروپايي پارلمان يو څه شک ښيي د اروپا پارلمان د سوسيال ديموکرات د ګوند غړی بيرګيت زيپل وايي: « مهمه به داوي چي موږ يو ګډ موقف غوره کړای سو. لومړی داچي له کمېسيون څخه تقاضا وکړوچي، ووايي، دا ارقام به سربيره پردې څه ګټه ولري، داسي نسي چي د معلوماتو کوټي جوړي سي، او سړی يي بيا په سر او بر و نه پوهيږي، او له هغه نه ناوړه استفاده وسي ، نوبايد پدې برخه کي په هدفمن ډول او لږ معلومات راغونډ سي.»

داروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيري مالمشتروم څو مياشتي د مخه د اروپايي هيوادونو تر منځ سفرکونکو کسانو د ارقامو د راغونډولو د امکاناتو دلاسته راوړلو لپاره له نوموړي پارلمان سره خبري کړي وې.

خو ددغه ټولني د کورنيو چارو وزيران غواړي چي، دوه کاله وروسته دا امکانات امتحان کړي. ښايي ځني اروپايي هيوادونه له دې امله مايوسه سوي وي. خو د اروپا په پارلمان کي دې هدف ته د رسيدو لپاره د ډيره کي لاسته راوړل سخت دي.

د اروپا په پارلمان کي د مسيحي سوسيال ګوند وکيل منفرد ويبر پدې اړه وايي:« موږ په اروپايي ټولنه کي د شنګن ساحه منځ ته راوړه ترڅو ددې هيوادونو وګړي آذاد يو د بل هيواد ته سفر وکولای سي. دا داروپا لپاره يو ستر ګام وو، چي بايد لاپراخ او خلک په ورځني ژوند کي استفاده تري وکولای سي.»

د هغه په خبره، که په راتلونکي کي په اروپا کي ددوی حرکات ثبت سي دا به د سفرد آزادۍ او په آزادۍ سره يو د بل هيواد ته له تلو سره تضاد ولري.

د اروپايي ټولني د کورنيو چارو کميساري د ارقامو د خونديتوب لپاره ځني پيشنهادونه وکړل چي د هغو له جملې څخه يو داوو چي، وروسته له ۳۰ ورځو څخه ددغو کسانو پر نومونو باندي چي ارقام يي راغونډ سويدي تورخط ووهل سي.

داسي چي څوک نور دا نومونه ونسي لوستلای خو دا چي د الوتني لپاره چا اوله کومي لاري پيسي ورکړيدي بايد پاته سي. چارواکي بايد دا ارقام ۵کاله وساتي. خو پدې برخه کي له الماني قضاووسره لانجې ممکني دي.

ځکه چي ددوی د فيصلې له مخه ارقام يوازي شپږ مياشتي ساتل کيدای سي.

کريستوف/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل