1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په پاکستان او افغانستان کې داعش ډله پر پراخیدو ده

۱۴۰۱ فروردین ۲۲, دوشنبه

اته کاله وړاندې کله چې داعش ډله د افغانستان په ختیځ کې د پراخیدو په حال کې وه، بشیر د طالبانو یوه عادي او ځوان جنګیالی و. یادې ډلې په کلي کې کلیوال را ټولول او د طالبانو په نامه یې په بې رحمانه شکل وژل.

https://p.dw.com/p/49l0s
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

له نن څخه شاوخوا اته کاله مخکې، بشیر یو ځوان طالب جنګیالی وو، هغه وخت چې داعش یا اسلامي دولت ډلې د افغانستان په ختیځ کې د هغوی کلی تر خپلې ولکې لاندې راوست. داعش هغه مهال د کلي اوسیدونکي د طالب جنګیالیو په نامه را ټولول او بیا یې وژل او په ډېرو مواردو کې یې د کورنیو د سترګو پر وړاندې دغوی سرونه ترې پرې کول.

بشیر تر دې وروسته وکولی شول چې خپل کلی او سیمه ترک کړي او د راتلونکو څو کلونو له پاره یې مخفي ژوند پیل کړ. په دې موده کې داعش ډلې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ګڼ شمیر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د وخت په تیریدو سره بشیر هم د طالبانو په لیکو کې پرمختګ پیل کړ.

اوس چې د انجنیر بشیر په نوم شهرت لري، هغه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د استخباراتو مسوول دی او تر ټولو ستر مسوولیت یې په سیمه کې د داعش ډلې له منځه وړل دي. د هغه په خبره، تر اوسه یې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې په لاس شوي جرمونه نه دي هیر شوي.

په جلال آباد ښار کې د استخباراتو په مرکز کې له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې هغه وویل: «د هغوی ظلمونو ته کلمات نه شم پیدا کولی خو هر څه مو چې په ذهن کې را ګرځي، هغوی [داعش] تر هغې ډیر بد کارونه کړي.»

اته میاشتې مخکې یعنې د تیر میلادي کال د اګست په نیمايي کې هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو او طالبان بیا ځلې واک ته ورسیدل، طالبانو د داعش ډلې د سرکوب کولو ادعاوې کړې خو داعش ډله په دې ترڅ کې په ګاونډی پاکستان کې د پراخیدو په حال کې ده او په دغه هیواد کې یې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی. د چارو کارپوهان په دې باور دي چې داعش ډله د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوې، داسې سیمه چې تر دې وړاندې هم د اسلامپاله ترهګرو ډلو له پاره خوندي سیمه بلل کیدله.

Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د پاکستان په شمال غربي سیمو کې د داعش ډلې اغېز واضح دی. په خیبرپښتونخوا کې پر یوه جومات باندې د داعش ډلې د ځانمرګي برید تاثیرات او نخښې لا هم پاتې دي. پر جومات باندې په دغه ځانمرګي برید کې چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی وو، له ۶۰ ډیر عبادت کوونکي وژل شوي وو او د داعش په خبره بریدګر افغان وو چې له کبله څخه راغلی وو.

د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر ۴مه نېټه د پیښور په زاړه ښار کې د شعیه مذهبو پر جومات باندې دغه برید پاکستانیان حیران کړل او په خپل هیواد کې یې د داعش ډلې د بیا فعالیدو په برخه کې ویرې یو ځل بیا را تازه کړي دي. په وروستیو څو کلونو کې په پاکستان کې د داعش ډلې فعالیتونه کمزوري شوي وو.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انستیتیوت مشر امیر رانا، چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري، وايي چې په پاکستان کې د داعش ډلې بریدونه د تیر کال په ترڅ کې زیات شوي او دغه لړۍ لا د پراخیدو په حال کې ده. د روان کال د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې داعش ډلې په پاکستان کې ۵۲ بریدونه شوي چې دغه شمیر تر دې یو کال مخکې یوازې ۳۵ پیښې وو. دغه بریدونه لا پسې خونړي شوي او د روان کال د بریدونو په پایله کې تر اوسه پورې ۱۵۵ کسان وژل شوي او دغه شمیر بیا د تیر کال په ترڅ کې ۶۸ تنه وو.

د پاکستان برعکس په افغانستان کې بیا د داعش ډلې بریدونه مخ په کمیدو دي. د ۲۰۱۹م کال په ترڅ کې په افغانستان کې پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي، خو د افغانستان د هغه مهال حکومت د دې ډلې پرضد پوځي عملیات وکړل چې له کبله یې دغه ډله تر ډیره وځپل شوه او کونړ ولایت ته کډه شوه. د طالبانو په بیا راتګ سره، داعش په افغانستان کې طالبانو ته تر ټولو ستر ګواښونه پیښ کړي او یو شمیر خونړي بریدونه یې کړي دي.

طالبان چې داعش یې اصلي دښمن دی، یادې ډلې ته قوي ضربې ورکړې دي. په ختیځ کې د طالبانو د استخباراتو مسوول وايي چې طالبانو د داعش ډلې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. هغه وویل: «موږ د ټولو هغو سیمو کنترول بیرته ونیوو...اوس کيدای شي چې په کورنو کې پټ وي او دوی اوس کومه سیمه نه کنترولوي. اوس داعش نه شته.» د هغه په خبره طالبان د داعش ډلې په ټولو جګړه ایزو تکتیکونو پوهیږي ځکه طالبان هم په ګورلايي جګړو کې ښه تجربه لري.

د اسلامي دولت یا داعش خرسان ډله په سیمه کې یوازیني ترهګره ډله نه ده چې فعالیت لري. په دې سیمه کې، لشکر طیبه چې تر ډیره پورې په هندوستان باندې تمرکز لري، د شرقي ترکستان ډله چې د چینايي ایغور مسلمانانو جوړه ډله ده، او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ډله هغه ترهګرې ډلې دي چې په سیمه کې امنیت ګواښي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت مشر امیر رانا بیا په دې باور دی چې داعش ډله ښايي د اسلام آباد او کابل ترمنځ د اړیکو په خرابولو کې هم نقش ولوبوي. د هغه په خبره، پاکستاني چارواکي لا هم پاکستاني طالبان تر ټولو اصلي او مهم ګواښ شمیري. د هغه په خبره، دا ډېره ساده او کمزوری لید دی او خبرداری ورکوي چې ښايي داعش ډله په راتلونکې کې هم خپلو بریدونو ته شدت ورکړي.