1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي به مرسته څوک کوي؟

۱۳۹۴ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

په پاکستان کې د ترهگرۍ د ډېرښت او د ځینو نړیوالو غیر دولتي سازمانونو د مشکوکو فعالیتونو په برخه کې حکومت د غیر دولتي سازمانونو (ان جي اوز) پر ضد کرار کرار گامونه اخیستي دي.

https://p.dw.com/p/1GD40
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د رپوټونو له مخې په لومړي سر کې د دغو غیر دولتي سازمانونو فعالیتونه محدود شول، په دوهم گام کې قبایلي سیمو ته د هغوی پر تگ بندیز ولگول شو او بیا وروسته ټولي بهرنۍ ان جي او گاني له کار کولو څخه راوگرځول شوې.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په اتیایمه لسیزه کې هغه وخت غیر دولتي سازمانونه ډېر شول چې تر پنځه میلیونه زیات افغانان پاکستان ته کډه شول. له هغې وروسته د ځينو لویدیځو او عربي هیوادونو غیر دولتي سازمانونو د دغه کډوالو د خیر ښگیڼې له پاره فعالیتونه پېل کړل.

په ۲۰۰۵م کال کې د زلزلې د رامنځ ته کیدو او په ۲۰۱۰م کال کې د سیلابونو او تروریزم پر ضد د جگړې په موده کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو شمیر تر لسو زرو اوښتی وو. په دغو سازمانونو ځینو خپله اغېزه ښوده.

خو د تیر میلادي کال د دسمبر میاشتې پر ۱۶ نېټه په پيښور کې پر آرمي پبلک سکول، باندې تر برید وروسته دغه سازمانونه هم د عمل د ملي پلان (نېشنل اېکشن پلان) تر اغېز لاندې راغلل.

د پاکستان د مرکزي حکومت د دغه بندیز له کبله په خیبر پښتونخوا کې د غیر دولتي سازمانونو له خوا د میلیونونو کلدارو په ارزښت پیل شويو پراختیايي پروژو کارونه په ټپه ودرېدل. له یوه پلوه په زرونو کسان بې روزگاره شول او له بل پلوه په زرونو کورنۍ له مرستو هم بې برخې شوې.

له بل اړخه په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوال وایي چې د دوی د مرستو یوازنۍ سرچینې هم بندي شوي دي. د ننگرهار ولایت د یوه اوسیدونکي حاجي زمان په وینا «په لومړي وختونو یو شمیر مرستندویه ټولنړ مرستې کولې، خو د وخت په تیریدو سره پکښې کمښت راغی. پاکستاني ادارې خو اوس بیخي مرسته نه کوي او اوس له کډوالو سره پر مرسته کوونکو بهرنیو سازمانونو هم بندیز ولگاوه، موږ به نور هم له ستونزو سره مخامخ شو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل