1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي تر اوسه لا بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي

۱۳۸۹ خرداد ۹, یکشنبه

په پاکستان کي ښځي او نجوني روغتيايي کتنو او زده کړو ته ډير لږ لاسرسی لري..

https://p.dw.com/p/NdKB
که څه هم چې اساسی قانون ښځو ته د شخصي ملکیت حق ورکړی دی، خو د پلارواکۍ پر پښو ولاړه ټولنه دوئ ته دغه حق نه ورکوی.
که څه هم چې اساسی قانون ښځو ته د شخصي ملکیت حق ورکړی دی، خو د پلارواکۍ پر پښو ولاړه ټولنه دوئ ته دغه حق نه ورکوی.انځور: picture-alliance/dpa

پاکستان په لويديځ کې اکثراً «د نړی د خطرناک هيواد» په توګه بلل کيږی: له ګاونډي هندوستان سره په تلپاتې لانجه کې اتومی قدرت، چې هغه هم اټومی وسلې لری. يو هيواد چې د نآرامۍ او ترهګرۍ،اداری فساد او سیاسی بې ثباتۍ له امله لړزول کیږی. داسې یو هیواد چې په لوړه کچه بی سوادی پکې خوره ده او د بی وزلی او بډای تر منځ ستر توپير پکې شتون لری. له پاکستان څخه د بشری حقونو دوې تنې فعالې، شمعه مل او بینش فرح هشواڼي چې همدا وخت د برلین په سفر بوختې دی، وایی چې بیا هم په پاکستان کې پرمختګونه لیدل کیږی.

دوی په وياړ سره وايي چې په تيرو دوو کلونو کې دغه هيواد د ديموکراتيزه کولو په لور د پام وړ ګامونه اخيستی دی. تر ټولو زيات د اهميت وړ داده چې د محکمو خپلواکي بيرته ترلاسه شوه. هشواڼي وايي: «دا يوه ستر سهولت دی، ځکه دا د دې معنا ورکوی چې اوس خلک په محکمه کې حق او انصاف ترلاسه کوی.» برسيره پردې ملی شورا د هيواد اساسی قانون ته بدلون ورکړ، د ولسمشر قدرت يې محدود کړ او د پارلمان حقوق يې پياوړي کړل.

خو د دغو د نه بحث وړ ښه واليو سره سره، بايد سړی له نظره ونه غورځوی چې لاهم د بشری حقونو تر پښو لاندې کول شته، تر ټولو وړاندې د مذهبی لږکيو او ښځو په وړاندې ترسره کيږی. په پاکستان کې ښځې او نجونې د روغتيايي کتنواو زده کړې ډير لږ لاسرسۍ لری. هشواڼی او مل په ټينګار وايي: «دا داسې يوه خبیثه دایره ده چې د زيږيدو له ورځې څخه پيل کيږی.»

وروسته بيا دغه ښځې د زده کړې د نشتوالي له امله کار نشی موندلای او له اقتصادی پلوه نشی خپلواکې کيدلای. که څه هم چې اساسی قانون دوی ته د شخصی ملکیت حق ورکړی دی، خو د پلارواکۍ په پښو ولاړه ټولنه دوی ته دغه حق نه ورکوی. او په دې توګه د وخت په تيريدو سره د دوی اتکأ او تړاو لاپسې زياتيږی.

ترټولو ناوړه بيا د هغو ښځو وضعيت دی چې په مذهبی لږکيو پورې اړه لری. دوی ته له حقوقی او ټولنيز پلوه په ديموکراتيزه کولو کې ، نارينه وو ته ورته ونډه نه ورکول کيږی. د ساری په ډول د «بلاسفیمی» يا د مذهب د اهانت قانون چې په 1985 کې د هغه وخت د ولسمشر ضياالحق لخوا په لاره شو. د شمعې مل په وينا دغه قانون وايي، هغه چا ته به د مرګ سزا ورکړل شی، چې پيغمبر ته اهانت وکړی او يا ورباندی تور ولګيږی. دا دغه شان وايي چې دغه قانون ډير ناڅرګند دی، له دغه قانون څخه کيدای شی ناوړه استفاده وشی او د شخصی دښمنيو لپاره او يا د مذهبی لږکيو په وړاندې ترې ګټه واخيستل شی.

د پاکستان له 172 مليونه نفوس څخه يوازې په سلو کې 3.7 مسلمانان نه دی. دوی عيسويان، هندوان، سکهان، بودايان، پارساياناو احمديان دی. د دوی سترې ډلې عيسويان او هندوان دی. چې هر يو دوه نيم، دوه نيم مليون تنه دی.

شمعه مل او بينش فرح هشواڼي په پاکستان کې د هغو غيردولتی ټولنو غړې دي، چې ښځو او لږکيو لپاره کار کوی. مل په خپل هيواد کې د ټولنيزو او سیاسی بدلونونو لپاره کار کوی. دې په بريتانيا کې لوړې زده کړې کړی، او خپل ديپلوم يې د پاکستان په سياسی وده کې د ځوانانو د ونډې په تړاو ليکلی دی. هشواڼی له اتو کلونو راهيسې د پراختيا په برخه کې کار کوی. دا تر ټولو وړاندې د ښځو، روغتيايي مسألو او د ايدس د ناروغۍ د تشريح لپاره کار کوی.

DW-intern/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل