1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي تر سختي گرمۍ وروسته د سېلاب ناورين

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي د هيواد شمال ته ئې د سېلاب ځپلو د ژغورلو له پاره څرخۍ الوتکي او کوچنۍ کښتۍ لېږلي دي. د خيبر پښتونخوا په چترال سيمه کي موسمي بارانونو او سېلاب سخت تاوانونه رسولي دي.

https://p.dw.com/p/1G2S9
انځور: picture-alliance/dpa/H, K. Farooqi

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په روځ اعلان وکړ چي د موسمي بارانونو له وجي راغلي سېلاب په گرداب کي د دغه هيواد په شمال کي نزدې ۲۸۵۰۰۰ انسانان په ليري پرتو سيمو کي بند پاته دي او تر اوسه د درو کسانو د مرگ په اړه خبر لري.

دوی ويلي دي چي د ژغورني تلاښونه ئې تر اوسه پوري ناکامه سوي دي، ځکه چي سېلابونو ټولي لاري په بشپړه توگه ويجاړي کړي دي.

د پاکستاني چارواکو په خبره چترال ته غځېدلي لاري او پلچکونه ويجاړ سوي؛ په دغه سيمه کي کورونه، مسجدونه، هوټلونه او يو برېښناکوټ له منځه تللي دي.

دوی وايي تر اوسه پوري د هغو انسانانو د مرک او ژوند په اړه خبر نه لري چي د سېلاب په منځ کي په کليو کي بند پاته دي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د سه شنبې په ورځ په سېلاب ځپلو سيمو کي د وژل سوو کسانو له کورنيو سره خپله غمشريکي اعلان کړه او زياته ئې کړه چي له دغي سيمي سره به مرستي پيل سي.

د شريف د دفتر له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي لومړي وزير نواز شريف پلان لاره سېلاب ځپلي سيمي ته سفر وکړي او حالت له نژدې وگوري خو د خرابي هوا له کبله سفر وځنډېد.

په پاکستان کي هر وخت د موسمي بارانونو له کبله په راغلو سېلابونو کي انسانان وژل سوي دي.

د روان کال په جون مياشت کي په پاکستان کي د گرمۍ سختي څپې نزدې ۱۲۰۰ انسانان ووژل.