1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي دوه میليونه افغانان له رايي ورکولو محروم دي

فرید الله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

په پاکستان کې ۲،۶ میليونه افغانان د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې د رایې ورکولو څخه محروم دي. پر پاکستان سربیره به د افغانستان په بل گاونډي هیواد ایران کې هم شاوخو دوه میلیونه افغان کډوال خپلې رایې و نه کاروي.

https://p.dw.com/p/1BZEC
Jalozai Flüchtlingslager Pakistan
انځور: DW

د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشېنرۍ د ارقامو له مخې، په پاکستان کې د کډوالو په ۸۰ کمپونو کې ۱،۶ میلیون افغان کډوال ثبت دي. په داسې حال کې چې د پاکستاني ادارو د وینا له مخې تر یو میلیون زیات افغانان په پاکستان کي غیر قانوني توگه میشت دي.

د ۲۰۰۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په پاکستان او نورو گاونډیو هیوادونو کې میشتو افغانو کډوالو ته د خپلې رایې د کارولو زمینه برابره شوې وه، خو د ۲۰۰۹مېلادي کال په شان به سږ کال په اپریل میاشت کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې په گاونډیو هیوادونو کې میشت افغان کډوال د رايو کارولو له حق څخه محروم پاتې شي.

په پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشېنرۍ د چارواکو د وینا له مخې په دغه هيواد کي مېشتو افغان کډوالو ته په راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو له پاره لا تر اوسه کومه لاره چاره نه ده لټول شوې. د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې ډیر شمیر افغان کډوال اوسیږي. د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان، له دویچه ويله سره په خبرو کې ویلي دي: «په بنسټیزه توگه دا د مرکزي حکومت او په ځانگړې توگه د بهرنیو چارو په وزارت کې له پالیسۍ سره تړلې ده. خو که چیري مرکزي حکومت په دې اړه کومه پریکړه کوي نو د خیبر پښتونخوا حکومت د پالیسې مطابق په دې باندې د عمل کولو او په دې برخه کې د ټولو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.»

په پیښور کې میشت افغان کډوال د نړیوالو ادارو، پاکستان او افغانستان د دې چلند په اړه فکرمن دي. په پیښور کې میشت د افغان چارو کارپوه امیرالله له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ له نړیوالو ادارو او ټولني څخه دا گیله خامخا کوو چې په پاکستان کې میشت له ۱،۶ میلیونه څخه د زیاتو افغان کډوالو رایې ته کوم اهمیت ور نه کړل شو. موږ داسي فکر کوو چې زموږ رایې به افغان حکومت پیاوړي کړي. زموږ رایې د پامه ورغوځولو خفه کړي یو.»

د افغانستان نفوس چې شاوخوا ۳۰ میلیونه اټکل شوی، نزدې ۱۲ میلیونه به یې د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي.

د درو کاندیدانو له تیریدو وروسته اوس د اتو کاندیدانو (د رپوټ د چمتو کولو تر مهاله) تر منځ سیالۍ تر سره کیږي. افغان ولسمشر حامد کرزی د اساسي قانون له مخې دریم وار په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی.

له تیر کال راهیسې شاوخوا ۳،۷ میلیونه کسانو ته د رایې ورکولو نوي کارتونه ویشل شوي دي. له ۲۰۰۴م کال راهیسې ورکول شوي کارتونه په دغو ټاکنو کې د اعتبار وړ دي.

د افغانستان امنیتي مقامات وایي چې شاوخوا ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه به د امنیت ټینگولو ته چمتو وي او طالبان کولای نه شي چې د ټاکنو ورځ اخلال کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ټاکنو د گډوډولو خبرداری ورکړی دی.

د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته به د رایې شمیرل پيل شي او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د وینا له مخې دغه پروسه به د اپریل میاشتې تر ۲۰ دوام ومومي او د اپریل میاشتې پر ۲۴مه نیټه به د ټاکنو پایلې اعلان شي. که چیرې په لومړي پړاو کې کوم کاندید غوڅ اکثریت تر لاسه نه کړي، نو د می میاشتي پر ۲۸مه نیټه به د ټاکنو دوهم پړاو تر سره شي.

د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه پر ولسمشریزو ټاکنو سربیره په ۳۴ ولایتونو کې ولایتي شوراگاني هم ټاکل کیږي. ۴۵۸ څوکیو ته ۲۴۰۶ نارینه وو او ۳۰۸ ښځو ځانونه کاندید کړي دي. پر دغو ټاکنو شاوخوا ۱۳۰ میلیونه امریکایي ډالره لگښت راځي چې د نړیوالي ټولني له لوري ورکول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب