1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د سياسي کړکېچ د ختمېدو هيلي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان د تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک گوندونه د اوسني سیاسي کړکېچ د ختمولو له پاره بېرته د خبرو لاره غوره کړې ده. سیاسي څیړونکي په دې آند دي چې ښایي د دغه پرمختگ له کبله سیاسي جنجال پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1D5fp
انځور: Reuters

د پاکستان د تحریک انصاف گوند، یوه مشر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د دوی گوند د جمهوریت له پاره بیرته د خبرو اترو پېلولو هوډ کړی دی. د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۳مه) به یوه کمېټۍ له عمران خان او طاهرالقادري سره خبري اتري پېل کړي. عمران خان، د پاکستان تحریک انصاف او طاهر القادري د پاکستان عوامي تحریک گوندونو مشران دي.

تر دوو اونیو زیات وخت کیږي چې دواړو گوندونو په اسلام آباد کې له خپلو زرونو پلویانو سره د حکومت پر ضد احتجاج پېل کړی دی. دوی ادعا کوي چې د ۲۰۱۳م کال د می میاشتي په تر سره شوو پارلماني ټاکنو کې درغلۍ شوي دي او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف باید له خپلي څوکۍ استعفا وکړي.

دغه احتجاجونه تر ډیرو ورځو پوري سوله ییز ول، خو له شنبې ورځي راهیسي یې بله بڼه غوره کړه او د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې درې تنه ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات بیا ټپیان شول. په ټپیانو کې ښځي، ماشومان او امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د سه شنبې شپې له مذاکراتي هیئت سره تر لومړیو خبرو اترو وروسته شاه محمود قریشي وویل چې د خبرو اترو بل دور به د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر رحمان ملک په کور کې تر سره شي. د حکومت له خوا د خبرو اترو په ډله کې پر رحمان ملک سربیره د جماعت اسلامي گوند مشر سراج الحق او لیاقت بلوچ نومونه اخیستل کیږي.

سراج الحق ویلي دي چې د دغه بحران د حلولو او یوې منطقي پایلې ته تر رسیدو پوري به د خبرو اترو سلسله دوام و مومي. هغه زیاته کړې ده که چیري عمران خان او طاهر القادري حقیقي خبري اتري غواړي نو دوی ته ډاډ هم ورکول کیدای شي.

ویل کیږي چې عمران خان او طاهر القادري هم لومړۍ خبري اتري رغوونکي بللي دي، خو ویلي یې دي چې ډېر کارونه لا بايد وشي. نوموړي دواړه مشران د نواز شریف پر استعفا باندي ټېنگا کوي خو واکمن حکمران گوند مسلم لیگ (ن) ویلي دي چې نواز شریف به په هیڅ صورت کې استعفا ور نه کړي.

د خبرو اترو له پېلیدو سره سره د عمران خان او طاهر القادري په زرونو پلویان په اسلام آباد کې موجود دي او خپلو احتجاجونو ته يې دوام ورکړی دی. په دغو احتجاجونو کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو له کبله پر ټولو اړخونو د خبرو اترو د تر سره کیدو فشار زیات شوی دی، څو دغه جنجال د خبرو اترو له لاري حل کاندي.

د سه شنبې له ورځي راهیسې د پاکستان د پارلمان د دواړو خونو غونډه پېل شوه. د غونډي په لومړۍ ورځ د بېلا بېلو سیاسي گوندونو پارلماني استازو خپلي ویناوي وکړي او د نواز شریف ملاتړ وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، د حکومت پرضد د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه د «دولت پر ضد د بغاوت» په توگه ياد کړل.

«له جون میاشتې راهیسې ۹۱۰ شکمن یاغیان وژل شوي»

پاکستان د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې له جون میاشتي راهیسي د وسله والو پر ضد د تعرضي عملیاتو په ترڅ کې ۹۱۰ شکمن یاغیان وژلي دي. زیاته شوې ده چې په دغو عملیاتو کې ۸۲ سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ په وینا د جون میاشتي له ۱۵ نېټې راهیسي په پېل شوو تعرضي عملیاتو کې یې د میران شاه، میر علي، دته خیل، بویا او دیگان سیمې له طالبانو څخه پاکي کړي دي. دغه سیمې د طالبانو پاخه سنگرونه گڼل کیدل.

ویل کیږي چې د دغو پوځي عملیاتو له کبله شاوخوا ۸۰۰ زره انسانان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي او له خپلو اصلي ټاټوبو څخه ليري په کمپونو او نورو ځایونو کې اوسیږي. د افغانستان یو شمیر ولایتونو ته هم دغه کډوال ورغلي دي چې زیاتره یې په خوست ولایت کې مېشت دي.