1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د قدرت پر سر مبارزه

۱۳۸۸ تیر ۱, دوشنبه

دسوات دره چه ورته د آسيا سويس هم ويل کيږي، پخوا يو ډير ټورسټي او د ليدو وړځای ؤ .خو دڅو مياشتو راهيسي هغه اسلاميسټان کنترولوي . پاکستانی پوځ اوس غواړي د طالبانو پر ضد دوهمه جبهه خلاصه کي ...

https://p.dw.com/p/IWiF
پاکستانی پوځ غواړي دطالبانو پر ضديوه دوهمه جبهه هم خلاصه کي
پاکستانی پوځ غواړي دطالبانو پر ضديوه دوهمه جبهه هم خلاصه کيانځور: AP

دپاکستان د دفاع وزير احمد مختار داونۍ په سرکي اعلام کړی ؤ چي ،دسوات په دره کي ستر بريد دپای ته رسيدو په حال کي دی . ده له بيځايه شويوکسانو څخه غوښتي دي چي خپلو ټاټوبو ته بيرته ستانه شي .پداسي حال کي چي دپاکستان د پوځيانو نماينده ګان دجګړې په سيمه کي داحتياط کولو مشوره ورکوي .

بريد جنرال سجاد غني دسوات ددرې دعملياتو لارښونه کوي او وايي چي هلته لا په منظم ډول بريدونه اوجګړې رواني دي . دی زياتوي : «زه وايم چي موږ مجبوره يوچي خپل لوی او شديدبريد ت يوه اونۍ، اويا لس ورځي نوري هم دوام ورکړو.وروسته له هغه بيا داسيمه امنيږي . خو مونږ دانسو ويلای چي موږ ټول زورلاري وژلي دي . »

دپوځ ددغي وينا له مخي چي آزمويل کيدای نسي، حکومتي عسکرو دڅه دپاسه دوه مياشتنيو بريدونو په ترڅ کي چي دپاکستان په شمال لويديزکي يي کړيدي 1300 زورلاري وژلي دي . خودطالبانو مشران دمثال په ډول ملا فضل لله دسوات ددري څخه چي سختي جګړي پرې رواني دي،تښتيدلی دي . داپوځيانوته ډير مهمه خبره ده چي پکښي دوه زړه دي .

داخبره جنرال سجاد غني تاييد کړې ،

اووايي :«دامخالفين کوم مخ او بڼه نلري، کله يو سړی په وسلو سنبال تروريست وي، اوکله بيا نوري جامي واغوندي، خپله وسله ښخه کړي، نوبيا دنورو عادي خلکو غوندي چي پر سړک روان دی ښکاري .»

دسوات ددرې څخه د رامهاجرو سوو کوچنيان
دسوات ددرې څخه د رامهاجرو سوو کوچنيانانځور: picture alliance / landov

پدغه ګوريلايي جګړه کي چي ښکاره اومنظمي جبهې پکښي نسته ،پوځ ته ددوست او دښمن ترمنځ توپير کول سخت دي . تر هغو پوري چي طالبان دټولنيز واقعيت په حيث په پاکستان کي وي هغه ځايونه چي ګمان کيږي امن دي، ديوې شپي په ترڅ کي ددښمن په سيمي بد ليدای شي .

په همدې خاطر به په زرهاوو عسکردپاکستان په شمال لويديزکي پاته شي .

حکومت اوپوځ اوس د يو دويم لوی بريد دکولو اعلام کړيدي .حکومتي عسکر اوس دلمړي ځل لپاره په هدفمنه توګه جنوبي وزيرستان ته ورځي . ښايي دسختو هوايي بريدونو په واسطه لکه هماغسي چي په سوات کي وشول ،عسکرو ته لاره خلاصه کړای شي . جنوبي وزيرستان دپښتنو دقبا يلو له سيمي څخه دی چي دپاکستان او دافغانستان په ګډه پوله کي پروت دي .

بيت الله محسود چي دپاکستاني طالبانومشر ګڼل کيږي، پدې سيمه کي يې ناست ځای دي . دپاکستان ددفاع وزير خپلو عسکرو ته هدايت ورکړی چي، که بيت ا لله محسود وويني بايد سمدستي يې ووژني .

دامريکا دمتحده ايالتونو استخبارات اټکل کوي چي دالقاعده مشر اوساما بن لادن، اودافغانستان دطالبانومشران به هم په همدغه سيمه کي وي . نودهمدې خاطره دوضعي تحليل کونکي پدې عقيده دي چي دپاکستان پوځ لا دزورلارو سره ډيره سخته جګړه په مخکي لري . اولکه پخوا دشمال لويديز ولايت په شان اوس دقبايلو په جنوبي سيمه کي هم په زرهاووخلک په تيښتي لاس پوري کوي . دوی هم دسوات ددرې ددغه ځوان اوسيدونکي په شان ډيري ويري او پوښتني ځوروي .

دی له تقريبا دوومياشتو راهيسي دبي ځايه شويو کسانو په يوه ترخولې ډک کمپ کي ژوند کوي، دی وايي:

«که سوله دوام وکړي زه سل په سلو کي غواړم چي خپل ټا ټوبي ته بيرته ستون سم . موږ هيڅ نه پوهيږو چي زمونږ په ټاټوبي کي څه خبره ده . مونږ ته ډيري زياتي پوښتني پيدا کيږي خو ځواب ورته نلرو. آيا داټولي لوبي دي؟ که په واقعيت کي همداسي شويدي .

مونږ نه پوهيږو چي څه وکړو. مونږ په قهريو، اوله ځانه پوښتنه کوو چي، څه وخت اوچيرته به داستربريد ودرول شی .»

پيترسمن / رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري