1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د لوړو زده کړو حالت

۱۳۸۷ آبان ۳, جمعه

ربړه پدي کي هم ده چي دزده کړي دولتي نظام داسي ندي چي غريب خلک هم استفاده ځني وکولاي شي

https://p.dw.com/p/FgBL
د پاکستان بيرغ
د پاکستان بيرغ

په پاکستان کي اوس 165مليونه وګړي ژوندکوي، چي دهغو 85مليونه يعني دهردويم چاعمر له 19کالوڅخه کم دي دغه کسان به يوه ورځ دنوموړي هيواد برخه لیک وټاکی.يوپخوانی ښونکي ارشادحقاني چي دډيري تجربي خاوندښونکي اودښونځي مديردي، وايي چي دغوځوانانوته، ديو چانس اوامکان په لاسکي ورکولو لپاره په ښونه او روزنه کي دسمښت راوستل ډيرضْروري دي .دی وايي چي په دولتي پوهنځيو کي تدريس له واقعيتونونه لري او يو اړ خيزدي.

دي مخ په وړاندي زياتوي: «دمونږپه پوهنتونونوکی داسي کتابونه چي 50 اويا 60 کاله پخوا ليکل شوي وو کارول کيږي .داتاسيسات ډير زاړه دي نه وړاندي تللي تدريس، نه پرمختللي فکراو نه آزاد بحثونه پکي شته دي .زه پدې باندي شرميږم چي زموږ په هيوادکي پوهيدونکي له خپلو استادانوڅخه انتقادي پوښتني نه کوي .دوي ددي کارلپاره نه تشويقيږي.اواستادانو هم ښه ښونه اوروزنه نده ليدلي چي انتقادي پوښتنوته ځواب ورکړايشي.»

زده کړي په پاکستان کی اوږده موده دولت ته کوم تقدم نه درلوده، دټولنيز ناخالصه توليد ،يوازي څه کم په سلوکي دوه پيسي په ښونه اوروزنه باندي لګول کيدي .پداسي حال کي چي دپوځي لګښت لپاره په سلوکي 30 پيسي په پام کي نيول شوي وي .

حقاني مخ په وړاندي وايي چي ربړه پدي کي هم ده چي دزده کړي دولتي نظام داسي ندي چي غريب خلک هم استفاده ځني وکولايشي .ډيري ميندي او پلرونه چي دخپل اولاد دښونځيو محصول ورکولاي نشي خپل ماشومان وړياوو ديني مدرسو ته استوي .خوهلته نو دوي کوم راتلونکي اولري ليد نلري .

بالاخره دجمهور ريس مشرف په وخت کي دلویدیز ترفشارلاندي په ښونځي کي دزده کړی په عصري کولو باندي پيل وشو دسمښتونو په لست کي ، دبيرو کراسۍ له منځه وړل ، اودپوهنتونونوترمنځ دکمپيو ترونودشبکي منځ ته راوړل، دبورسونوورکول،او څيړنيز پروګرامونه اوله ټولو څخه زيادتره دنويو پو هنتو نونو جوړول چي استادان يی بهرنيان وي په پام کي نيول شوي وو.

د زده کړی د دولتي چاواکو مشرعطا الرحمن ددي طرحي دعملي کيدلو لپاره وټاکل شو.دي وايي:«داډير ښه نوښت دی ځکه چي په پاکستان کي به دټولو ساحو انسانان سره نژدي کړي دادکيفيت له مخي دښو زده کړو امکانات برابروي اوپاکستاني پوهيدونکي نړيوال ډګرته راباسي دانوښت دپاکستان لوړي زده کړي نړيوالي کوي، نوددي لپاره به داپاکستان ټه يو مهم ګام مخ په وړاندي وي.»

پاکستاني تاريخ پوه اسلم سيد له المان اوله نورو لويديزو هیوادوڅخه غوښتنه کوي چي پاکستان په اوسنی وخت کی يوازي پرينږدی اود زده کړي دنوښت ددوام لپاره له پاکستان سره مالي مرسته وکړي.